د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

د حج او اوقافو وزارت: دیني عالمان په امامت اړ خو له ځانه په دفاع کې ناتوانه دي


مولوي سميع الله ريحان
مولوي سميع الله ريحان

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي، پر دیني عالمانو وروستۍ ترهګریزې حملې د اندېښنې وړ دي.

د دغه وزارت ویاند ناصر الدین دریځ د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دیني عالمان اړ دي چې امامت وکړي او خپل رسالت ادا کړي، خو له خپل ځانه د دفاع په برخه کې ناتوانه دي.

دی وايي:

"واقعاً دا حملې د اندېښنې وړ دي، که څه هم دا شان حملې د ټولنې په ټولو اقشارو کېږي، خو دیني عالمان ناتوانه قشر دی، بې دفاع دي، ځکه هغوی امنیتي ساتونکي او لازمه امنیتي اسانتیاوې نه‌لري، نو له دغو حملو تر ټولو زیات دوی زیانمن دي."

رحیمي وايي، چاودنه د حج او اوقافو وزارت په یوه کاسټر موټر کې د ځای پر ځای مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې
رحیمي وايي، چاودنه د حج او اوقافو وزارت په یوه کاسټر موټر کې د ځای پر ځای مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې

دا په‌داسې حال کې ده چې تازه د دوشنبې په سهار په کابل کې د دغه وزارت د ملکي مامورینو پر یو موټر چاودنه وشوه چې د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند په خبره د دوو ښځو په ګډون په‌کې لس کسان ټپیان شول.

تر دې یوه ورځ وړاندې په کابل کې یو بل دیني عالم شبیر احمد کاموي هم د نامعلومو وسله‌والو له لوري ووژل شو، همدا راز د جمعې په ورځ د دغه ښار په یو جومات کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکه په چاودنه کې دیني عالم مولوي سمیع‌الله ریحان په ګډون دوه کسان ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

پر دینو عالمانو د وروستیو ترهګریزو پېښو مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه‌دی اخېستی.

تردې وړاندې د افغانستان د عالمانو شورا ویلي و چې په تېرو ۱۵ کلونو کې په بېلابېلو پېښو کې شاوخوا ۱۰۰۰ دیني عالمان وژل شوي دي.

پر دیني علماوو وروستیو حملو د افغان حکومت مشران هم اندېښمن کړي، د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د غونډې تر پیل دمخه رسنیو ته وویل چې په‌دې وروستیو کې دیني عالمان ځکه په نښه کېږي چې دوی د سولې ملاتړ کوونکي او د امن غوښتونکي دي.

ښاغلی عبدالله وايي:

"له بده‌مرغه تېره ورځ مو جید دیني عالم شبیر په شهادت ورسېده چې نوموړي په بېلابېلو برخو کې مسؤلیت درلود، په‌دې وروستیو کې ځکه دیني عالمان وژل کېږي چې هغوی د سولې ملاتړ کوونکي، د امن او د ټولنې د سلامت غوښتونکي او د ترهګرۍ خلاف دي، دوی د جوماتونو له محرابو او ممبر د حق غږ تر خلکو رسوي."

ښاغلي عبدالله امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې د ټولو ولس په تېره بیا د دیني عالمانو امنیت خوندي کړي.

دیني عالم شمس الرحمن فروتن بیا ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي چې وروستیو حملو په جوماتونو او د روژې مبارکې میاشتې ځانګړو مراسمو او د قران کریم په ختمونو کې د دیني عالمانو او لمونځ کوونکی ګډون کمرنګه کړی دی.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG