د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه څه خپاره کړي؟


ځينو نړيوالو رسنیو په کابل کې په بمي چاودنه کې د مولوي سمېع الله ریحان په ګډون د یو شمېر کسانو وژل کېدو ته پام کړی دی.

دغه روحاني شخص د افغان حکومت ملاتړی و او د کابل په نهمه حوزه کې د جمعې په ورځ په چاودنه کې ووژل شو.

سټارز اينډ سټرايپس:

سټارز اينډ سټرايپس خپرونې د کابل د امنيې قوماندانۍ د وياند بصیر مجاهد له قوله لیلکي چې د دې حملې اصلي هدف مولوي ريحان و.

په مقاله کې راغلي چې چاودېدونکي مواد د جومات په میکرافون کې ځای پر ځای شوي وو او د مولوي ریحان د امامت پر مهال وچاودل.

خپرونه ليکي، که څه هم تر اوسه د دې حملې مسؤلیت چا نه دی اخيستی خو دا ډول چاودنې معمولاً طالبان او داعش ډله کوي.

سټريټ ټايمز:

سټريټ ټايمز خپرونه ليکي، د ریحان پر فېسبوک پاڼه له افغان امنيتي ځواکونو تر څنګ د ده یو عکس لیدل کېدای شي.

د خپرونې په وينا، سني مولوي ريحان په داسې حال کې ووژل شو چې په دې وروستیو کې پر شیعه جوماتونو ډېرې حملې شوي دي.

په مقاله کې راغلي چې دا حملې په مشخصه توګه په عراق او سوریه کې له اسلامي دولت سخت دريځې ډلې سره اړوند جګړه ماران کوي.

لانګ وار ژورنال:

لانګ وار ژورنال خپرونې د امريکايي طالب په نوم مشهور جان واکر لینډ په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې منلې يې وه چې په افغانستان کې يې د دوه زره لومړي کال د سپټمبر تر يوولسمې مخکې او وروسته د طالبانو تر څنګ جګړه کړې وه.

وروسته له هغه چې په افغانستان کې د طالبانو رژيم سقوط وکړ، امريکايي ځواکونو لینډ ونیوه.

په ۲۰۰۲ میلادي کال کې دی د امریکا فدرال محکمې ته وړاندې شو او په شلو کلونو بند محکوم شو.

د مقالې ليکوال ليکي چې لینډ له سي اين اين ټلويزیون سره په یوه مرکه کې ويلي وو چې دی د انصار په نوم د یوې سخت دريځې ډلې غړی و.

لینډ په مرکه کې ويلي وو چې دی افغانستان ته له پاکستانيانو سره تللی و، خو هلته د عربانو په ډله کې ځکه شامل شو چې عربي ژبه یې زده وه.

د مقالې په وينا، د انصار سخت دريځې ډلې د عربانو څانګې د القاعده شبکې له وژل شوي مشر اسامه بن لادن څخه مالي مرسته تر لاسه کوله.

مقاله دې ته هم اشاره کوي چې لینډ د الفاروق په نوم په هغه کمپ کې روزل شوی و چې د القاعده شبکې له خوا جوړ شوی او تمويلېده.

د مقالې په وينا، طالبانو القاعدې ته اجازه ورکړې وه چې دا کمپ جوړ کړي.

لانګ وار ژورنال ليکي، کله چې د امريکا فدرال تحقیقاتي ادارې له لینډ څخه تحقیقات وکړل، ده وويل چې په نويېمه لسیزه کې لومړی ځل په پاکستان کې له حرکت المجاهدین ډلې سره یو ځای شوی و.

دا ډله له القاعده سره نږدې اړیکې لري او امريکا د ترورېستانو په لېست کې شامله کړې ده.

جان واکر لینډ د مې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ له زندانه راخوشې شو او له زندانه دباندې به درې کاله تر څار لاندې وي.

XS
SM
MD
LG