د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۷

په کابل کې نن سهار يوې چاودنې ١٠ کسان ټپيان کړي


رحیمي وايي، چاودنه د حج او اوقافو وزارت په یوه کاسټر موټر کې د ځای پر ځای مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې
رحیمي وايي، چاودنه د حج او اوقافو وزارت په یوه کاسټر موټر کې د ځای پر ځای مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې

په کابل کې نن سهار يوې چاودنې ١٠ کسان ټپيان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چاودنه د حج او اوقافو وزارت په یوه کاسټر موټر کې د ځای پر ځای مقناطیسي ماین له امله وه.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز رسنيو ته ويلي چې په چاودنه کې ١٠ کسان ټپيان شوي دي.

په وروستيو کې په افغانستان کې پر ديني عالمانو د وسله‌والو حملې زياتې شوي دي.

پرون په کابل کې د نامعلومو وسله‌والو په بريد کې ديني عالم مولوي شبير احمد کاموي ووژل شو.

XS
SM
MD
LG