د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

په افغانستان او ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې نن د روژې لومړۍ ورځ ده


د یوې افغانې کورنۍ د روژه ماتي تصویر
د یوې افغانې کورنۍ د روژه ماتي تصویر

که څه هم د یکشنبې تر پایه طالبانو ویلي وو چې د روژې میاشت نه ده لیدل شوې او دوشنبه به روژه نه وي، خو د شپې ناوخته په یوه بېړني اعلان سره نن دوشنبه روژه اعلان شوه.

د طالبانو سترې محکمې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یکشنبې شپې ناوخته یو شمېر هېوادوالو شاهدي ورکړې چې د روژې میاشت یې لیدلې او د دوی شاهدي شرعاً معتبره بلل شوې.

ځینو نورو لویو اسلامي هېوادونو لکه: اندونیزیا بیا سه شنبه د روژې لومړۍ اعلان کړې ده.

سږنۍ روژه په داسې وخت راغله چې د نړۍ په اکثرو اسلامي هېوادونو کې خلک له بیلابیلو سیاسي او ټولنیزو ننګونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د روژې په مناسبت په یوه پيغام کې ویلي چې د نړۍ د ټولو هغو مسلمانانو په فکر کې دی او د ملاتړ ډاډ ورکوي چې په لانجو کې ښکېل دي.

نوموړي ویلي:

" له بده مرغه، ګڼ خلک به دا میاشت د شخړو، بې کورۍ او ویرې په حال کې تېروي. هغوی د ما په فکر او زړه کې دي. د افغانستان له خلکو نیولې د صحرا تر ساحل او د افریقا له ښکر/غاښې تر سوريې او تر هغه ور هاخوا سیمو. له ټولو سره چې په غزه کې له وحشت کړېږي د خپل پيوستون او ملاتړ ځانګړی پيغام شریکوم."

په افغانستان کې په سیاسي او بشري ننګونو سربېره چې تر ټولو لوی یې له متوسطې دورې ورپورته د نجونو د تعلیم مخنیوی او د ښځو پر کار بندیزونه دي میلیونونه خلک له لوږې سره مخ دي.

ملګرو ملتونو ویلي لږ تر لږه ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې ډله کې پنځلس میلیونه کافي خواړه نه لري او له لوږې سره مخ دي.

اخوا بیا په منځني ختیځ کې د غزې جګړې او بشري بحران د ګڼو پام ځان ته اړولی. هلته جګړه شپږمې میاشتې ته رسېدلې.

اسراییلو وروسته له هغه په دې تړانګې هوايي او ځمکنۍ بمبارۍ پیل کړې چې د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا ترهګر ګڼل شوې ډلې حماس پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه برید وکړ او ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.

د غزې یوه څنډه
د غزې یوه څنډه

هیله مندي وه چې منځګړي د روژې په درشل کې یو اوربند ته سره ورسیږي، خو د مصر او امریکا په منځګړیتوب په قاهره کې خبرې وروسته له هغه بې نتیجې پای ته ورسېدې چې حماس ترې ووت.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږې ادارې اوچا راپور ورکړی چې د مارچ تر پنځمې په غزه کې ۳۰ زره او ۲۲۸ کسان وژل شوي او ۷۱ زره او ۳۷۷ نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د روژې په مناسبت په خپل پيغام کې هیله ښودلې چې دا مبارکه میاشت د سولې زېری ځان سره راوړي او خلک لا زیاتې عادلې او زړه سواندې نړۍ خواته یوسي.

XS
SM
MD
LG