د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

ولې یو شمېر نارینه په روژه کې زیات غوسه کېږي؟


ارشیف
ارشیف

نیمه نړۍ د ازادي راډیو د ښځو په دې اوونيزه خپرونه کې د ښځو پر پرمختګونو او ستونزو خبرې شوي او هڅه شوې چې د ښځو پر وړاندې د ستونزو لاملونه او حل لارې را برڅېره کړي.

د نیمې نړۍ د دې اوونۍ د خپرونې موضوع د روژې په مبارکه میاشت کې د نارینه وو غوسې او په کور کې له ښځو سره ناسم چلند ته ځانګړې شوې ده.

روژه د اسلام درېیم رکن او د ټولو مسلمانانو فریضه ده, په دغه میاشت کې له شرعي عذر پرته ټول عاقل او بالغ مسلمانان روژه نیسي او تر بل هر وخت د افغاني دود له مخې په دغه میاشت کې د کور ښځې د نارینه روژه لرونکو زیات خیال ساتي.

د کور مېرمنې هڅه کوي چې دغه میاشت کې د کور کارونه او د ماشومانو پالنه په منظمه توګه وکړي، څو د نارینه وو د غوسې او ناآرامۍ لامل نه شي:

خو ولې یو شمېر نارینه په روژه کې زیات غوسه کېږي؟

د جسمي پلوه د روژې مبارکه میاشت د ښځو لپاره زیاته ستومانه کوونکې ده او که د نارینه وو لپاره؟

له ښځو سره تاوتریخوالی د روژې سربېره په بل هر وخت کې ناسم کار دی، څنګه کېدلای شي چې ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د ناسمو کارونو او فکرونو مخه ونیول شي؟

ازادي راډیو هڅه کړې ده چې په دې خپرونه کې یادو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړو.

تاسو د لاندې لنک په کېکاږلو سره دا خپرونه همدلته اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:17 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG