د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

کابل ښاریان د روژې په مبارکه میاشت کې له ګرانۍ شکايت لري


هټیوال وايي، چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیه لس سلنه لوړه شوې
هټیوال وايي، چې د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بیه لس سلنه لوړه شوې
د کابل ښار ځینې اوسیدونکي وایي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي.

دلته ځینې هغه خلک چې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کول ورته ستونزمن کار دی، د روژې په مبارکه میاشت کې د بیو له لوړوالي سر ټکوي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی حاجي احسان الله هم د قیمتونو له لوړوالی شکایت کوي.

″قیمتونه ډېر لوړ دي، خو د پروردګار یو کمک دی، چې له دې ملت سره کیږي، د تېلو او خوارکي توکوي بیې ډېرې لوړې شوي دي.″

همدا راز د کابل ښار ځینې هټیوال هم د بیو لوړوالی مني او وایي، چې د روژې د مبارکې میاشتې له رارسیدو سره د یو شمیر خوراکي موادو بیې تر لس سلنه پورې لوړې شوې دي.

″له روژې یوه میاشت مخکې بیې لوړې وې، خو دا څو ورځې کېږي چې له هغې هم لوړې شوي دي.″

په کابل ښار کې داسې خلک هم پيدا کیږي، چې د روژې په روانه میاشت کې د روژه ماتي او پیشلمې لپاره د یو څه برابرولو ډیره وسه نه لري، یوه مېرمنه په دې اړه وايي:

″دومره ستونزې لرم چې څه درته ووایم، کونډه ښځه یم د کار کولو لپاره هېڅوک نه لرم، یو زوی مې و، چې په کار کې به یې بوټونه خرڅول خو اوس هغه هم بې روزګاره دی.

خدای پاک دې پر ما ورحمیږي، دا څو کاله کیږي، چې یواځې په چای او وچې ډوډۍ خپل ټوله روژه تېروم. یوه ګاونډۍ مې وه چې تېر کال روژه کې هره ورځ دوه دوه بیرکي رالېږل، چې روژه پرې ماته کړم.″

په افغانستان په ښارونو او بازارونو کې د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر ځینې ځانګړې تیاریانې نیول کیږي.

د ښار په هره څنډه کې خرما، رنګارنګ مرباګانې، ترشیانې او داسې نور خوراکي توکي لیدل کیږي.

خو د دې ټولو تیاریانو سره سره بیا هم ځینې خلک د روژې په میاشت کې خپله حوصله له لاسه ورکوي، ان تر دې چې د کورنۍ له غړیو سره هم تاوتریخوالی کوي.

په دې اړه د کابل ښار یوه اوسیدونکې د نوم د نه خپریدو په شرط ازادي راډیو ته داسې وویل:

″ګډوډ وي، کله له یو سره شور کوي او کله هم له بل سره، ماغزه یې کار نه کوي، نصوار ته ډېر بې تابه وي، خو کله چې نصوار وکړي، سم سړی شي. نصوار چې ونه کړي، نو په خلکو وار کوي، خپله لور وهي، زوی وهي او ما هم وهي، زه ورته وایم، چې لږه حوصله کوه ګناه ده اخر روژه دې له خوله ده.″

خو بل خوا بیا ځینې خلک بیا د افغانستان په جګړې کې له ښکیلو خواوو غواړي، چې لږ تر لږه دې په روژې کې له جګړې لاس واخلي. په دې اړه د کابل ښار یو اوسیدونکې دین محمد خپل نظر داسې څرګند کړ.

″زموږ هغه ورونه چې طالبان دي او که مجاهدین، زه ورنه غواړم، چې نور دې له وهلو لاس واخلي، ځکه هغوی کوم امریکايی نه بلکې خپل مسلمان ورور وژني. زه چې دلته ناست او خپلو ماشومانو ته په یوه مړۍ ډوډۍ پسې راوتلی یم، ما وژني.

خدای پاک ویلي، چې یو مسلمان باید یوه مرغۍ هم ونه وژنې، د انسانانو وژنه خو لا څه کوې.″

څو ورځې مخکې د افغانستان د عالمانو سراسري شورا هم د دولت له وسلوالو مخالفینو وغوښتل، چې د روژې په مبارکه میاشت کې له جګړې لاس پر سر شي.

خو دا چې په دې مبارکه میاشت کې به بیا هم د افغانستان یو شمیرخلک د جګړې په اور کې وسوځي او که څنګه دا په جګړې کې د ښکیلو خواوو په هوډ پورې اړه لري.

راپور: جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG