د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

بې وزلو سره مرسته مو شخصیت لوړوي!


د روژې فلسفه دا ده چې موړ د وږي له زړه خبر شي او د اختر نمانځل داسې چې شتمن له غریب سره خپله خوښي وویشي. تاسې څنګه؟ په دې روژه کې مو چا ته خیر ورسېد او که نه؟

حاجتمندو او فقیرانو سره مالي مرسته د یوه ځوان پر شخصيت اغیز کوي او په ټولنه کې د هغه د احترام سبب ګرځي.

په دې تاندې څانګې کې د دې موضوع تر څنګ د نامزاد هلک کورنۍ لخوا د نجلۍ کورنۍ ته د عيدۍ یا د اخترۍ د وړلو دود په اړه هم غږېدلي يو...

اختر خو به پښې لاسونه په زړه روغ خلک سره کوي.. په زړه بېمار یا بې وسه خلک د یوې ګولې ډوډۍ په غم کې وي.

د دیني عالمانو په وینا د روژې د فرضیت یو مقصد دا هم دی چې موړ د وږي له نسه خبر شي او د خير لاس وروغځوي او په اختر کې خپله خوښي ورسره نیمه کړي. محمد عالم، صدام او اسماعیل هغه ځوانان دي چې وخت نا وخت يې فقیرانو ته د مرستې لاس ورکړی دی...

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی او د دې خپرونې بشپړ متن د تاندې څانګې پر فېسبوک پاڼه موندلی شئ.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ:http://facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: http://pa.azadiradio.com

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:http://Shafaqn@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د ۲ بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG