د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

روژه کې مسلمانان سالمو خوړو ته هڅول؛ يوې ښځې ورته اندونيزيا کې هوټل جوړ کړی


ارشيف
ارشيف

د روژې په میاشت کې صحي خواړه د ډېری مسلمانانو لپاره یو ستونزمن کار کېدای شي ځکه د روژې په میاشت کې له سهاره تر ماښامه روژه نیسي.

د روژې په میاشت کې د اسلامي کلیزې تر ټولو سپېڅلې میاشت، چې مسلمانان د ورځې په رڼا کې د خوړو او څښاک څخه ډډه کوي، په ژوند کې یو نظم رامنځته کوي چې هدف یې روح ته ګټه رسول دی.

خلک هڅه کوي چې په ځانګړې توګه د روژه مات خواړه خوندور او تر روژې مخکې له خوړو څخه بېل پاخه کړي. خو ډېری وختونه دا خوندور خواړه په غوړو کې سره شوي، مساله لرونکي او داسې خواړه وي چې کاربوهایډریټ او بوره پکې زیاته وي.

روغتیا پوهان وايي چې د روژې په میاشت کې د وزن زیاتېدل د مسلمانانو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

د کرونا وبا په خاطر اوږد مهاله محدودیت هم د خلکو د خوړو پر عادت اغېز کړی او ډېری وختونه پاخه خواړه راغواړي او تر اړتیا زیات خوراک کوي.

تينی داود، په اندونیزیا کې د یوه رستوران مشره ده. دا وايي د روژې په میاشت کې غواړي مسلمانان صحي خوړو ته وهڅوي.

تیني د ۲۰۲۰ کال راهیسې پر خپل انسټاګرام پاڼه د پخلي زده کولو پوسټونه کول پیل کړل او هره اونۍ دوه یا درې وړیا ترکیبونه شریکوي.

دا خلک هڅوي چې په کور کې ډېر پخلی وکړي او صحي خواړه وخوري.

نوموړې وايي:"صحي لفظ د انسان د اړتیاوو له مخې تعریفېدای شي. د بېلګې په توګه، زما په څېر د ځینو خلکو اړتیا د وزن کمول دي. لکه څنګه چې د وبا له امله د ډېری خلکو وزن زیات شو، د دوی لپاره د صحي تعریف یو مثالي بدن ترلاسه کول دي. او د شکرې د ناروغانو لپاره د دوی په وینا صحي خواړه د لږو خوږو خواړه دي.

سږکال د روژې په میاشت کې د تیني رستوران ته د ورتلونکو شمېر دوه چنده شوی ځکه چې دې شا او خوا هره ورځ د روژه مات د خوړو په فهرست کې د پخلي د ترکیبونو شریکول پیل کړي.

د تيني ترکیبونه، په عمده توګه په کور کې د پخولو لپاره اسانه دي.

دا خلک هڅوي چې تازه شیان پاخه کړي او د پخلي غوره طریقې وکاروي او د خوړو د تغذیې ارزښت په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG