د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

د بریتانیا حکومت په لندن کې د افغانستان سفارت تړي


په لندن کې د افغانستان سفارت
په لندن کې د افغانستان سفارت

ټاکل شوې د روانې سپټمبر میاشتې تر پایه په بریتانیا کې د افغانستان سفارت وتړل شي.

په تېرو درېیو کلونو کې په بریتانیا کې د افغانستان د سفارت د سیاسي فعالیتونو له فلجېدو وروسته اوس یې د تړل کېدو خبره شوې ده.

په بریتانیا کې د افغانستان سفارت د قونسلي چارو یو مسوول ازادي راډیو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، ټاکل شوې چې د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه نېټه په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت په بشپړ ډول بند او قونسلي خدمتونه هم ودرول شي.

دغه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته زیاته کړه: "د جمعې په ورځ یې سفیر زلمی رسول (د بریتانیا) د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی و او بیا یې ورته ویلي وو چې دوی پرېکړه کړې چې دا سفارت دې وتړل شي. په دې وروستیو کې (د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال) مولوي کبیر کوم مکتوبونه چې دوحه کې ورسپارلي، د هغه پر اساس دوی غواړي چې دا ډیپلوماتیک مېشن مکمل بند کړي. ډیپلوماتیک مېشن چې بند شو هغه سره قونسلګري هم بندېږي، هر څه بند او سفارت مهر او لاک کېږي، د دې میاشتې په ۲۷مه نېټه به د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی راځي او د دې سفارت هر څه به ورتسلیمېږي."

زلمی رسول
زلمی رسول

په بریتانیا کې د افغانستان سفارت د دغه چارواکي په خبره، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې دوی به د طالبانو حکومت ته سفارت ونه سپاري او تر هغه به په دغه هېواد کې د افغانستان هېڅ ډول سیاسي استازولي یا قونسګري ته د فعالیت اجازه ور نه کړي چې په ټکو یې په افغانستان کې په رسمیت پېژندل شوی حکومت نه وي رامنځته شوی.

دی زیاتوي چې یو افغان ډیپلومات وايي چې د بریتانیا حکومت به په لندن کې د افغانستان سفارت د سپټمبر تر ۲۷مې پورې وتړي.

په افغان سفارت کې دغه افغان ډيپلومات د موضوع د حساسيت له امله د نوم له څرګندولو ډډه وکړه.

سرچينه وايي چې د بریتانيا د بهرنيو چارو وزارت دغه شان د افغان سفارت کارکوونکو ته ٩٠ ورځې وخت ورکړى چې په بریتانيا کې پاتې او هم ولاړ شي.

خو نوموړي په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له یاد سفارت نه څو موده مخکې غوښتي وو چې دوی د بهرنیو چارو وزارت سره تعامل وکړي، خو دوی دا کار ونه کړ او په پای کې د طالبانو له‌خوا د دغه سفارت قونسلي خدمات باطل اعلان شول.

دې خبرو په بریتانیا کې یو شمېر مېشت افغانان اندېښمن کړي دي.

په لندن کې دوو مېشتو افغانانو سید شاه خروټي او مالک افغان ازادي راډیو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

خروټي وویل: "له دې وروسته به موږ افغانانو ته ډېره ستونزې جوړې شي، ځکه افغانان د پاسپورټ، تذکرې او نورو اسنادو تمدیدولو ته اړتیا لري دا چې سفارت او قونسلګري دواړه تړل کېږي، له بده مرغه موږ به له ډېرو ستونزو سره مخ کړي."

افغان وايي: "ډېر د خواشینۍ ځای دی چې د افغانستان سفارت تړل کېږي، له دې سره به بریتانیا مېشتو افغانانو ته ډېرې ستونزې جوړې شي، په ورته وخت کې به ځینې نور بهرنیان لکه پاکستانیان یا ایرانیان د افغانانو په نوم دلته پناووې واخلي ځکه کله چې قونسلګري نه وي نو نه تثبیتېږي چې دوی اصلاً د کوم ځای دي."

تراوسه د بریتانیا حکومت د افغانستان د سفارت د تړل کېدو او افغانانو ته د قونسلي چارو د بدیلې لارې په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

دا دویم افغان سفارت دی چې په لوېدیځو هېوادونو کې تړل کېږي.

تر دې مخکې امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړلی و.

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت چې دا مهال تړل شوی دی.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت چې دا مهال تړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ په وروستیو کې جرمني رسنۍ دویچ‌ویله راپور ورکړ چې د د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو هغه پرېکړه منلې چې له‌مخې یې په برلین او بُن کې د افغانستان د سفارت او قونسلګرۍ چارې بې‌اعتباره وګڼل شي.

دا اقدامت وروسته له هغه کېږي چې د روان میلادي کال د جولای د میاشتې په وروستیو کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې له‌دې وروسته يو شمېر اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د سفارتونو له‌خوا صادر شوي سندونه نه مني.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

په اعلامیه کې راغلي وو، یوازې په هالنډ، اسپانیا، بلغاریا او چک جمهوریت کې د افغانستان د سفارتونو او دغه شان د جرمني د مونشن قونسلګرۍ خدمتونه وړاندې کول دوی ته د اعتماد وړ دي.

د طالبانو حکومت تراوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د چین، پاکستان، ایران، ازبکستان او ځینو محدود شمېر اسیایي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه دوی ته ورسپارل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG