د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د طالبانو امربالمعروف وزارت یوناما خپل مخالف لوری وباله؛ فعالانې له طالبانو سره د مرستو بندېدو غوښتنه کوي


د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، وروسته له دې به د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له مرستندوی دفتر سره همکاري ونه کړي.

وروسته له دې چې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر طالبانو شرعي قوانینو د انفاذ له کبله انتقاد وکړ د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت تند غبرګون وښود.

دې وزارت نن پر خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کې پر یوناما د طالبانو د حکومت پر ضد د ناسمو تبلیغاتو تور ولګاوه او ویې ویل چې دوی به له دې وروسته له یوناما سره همکاري ونه وکړي او د یوه مقابل لوري په سترګه به ورته وګوري.

دا قانون چې د اګست په ۲۱مه نېټه نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو، له پیله له ګڼو انتقادونو سره ملګری و.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل، دا تصور ډېر ګران دی چې یو هېواد دې د داسې فرمانونو په موجودیت کې وده او پرمختګ وکړي او وضعیت یې ښه شي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې، امریکايي چارواکو، په کابل کې د جاپان سفارت، په کابل کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت او ډېرو نورو اړخونو په دې اړه اندېښنه وښوده او دا یې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو دوام وباله خو د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په بیان کې پر دې قانون انتقاد، پر اسلام او شرعي احکامو انتقاد بلل شوی دی.

د ښځو د حقونو فعاله لېمه امیري چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته کډواله شوې ده، پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې انتقاد کوي او وایي چې هغوی طالبان پیاوړي کړل.

مېرمن امیري له نړیوالې ټولنې غواړي چې اوس هم له طالبانو سره خپلې مرستې بندې کړي.

مېرمن امیري وايي: له نړیوالو زموږ غوښتنه دا ده چې له طالبانو سره هر ډول مرستې که نقدي مرستې دي که نورې چې طالبان پیاوړي کوي، باید بندې شي.

هغه وايي: "هغه وخت چې د افغانستان پر خلکو او ښځو بندیزونه وو او هرډول شکنجې او ظلمونه ورسره روان وو، باید نړیوال د افغانستان له خلکو سره ولاړ وای، نه له طالبانو سره، ترڅو هغه ځواک چې طالبانو اوس مهال ترلاسه کړی او دا احساس کوي چې د نړیوالو په مقابل کې ودرېږي، د دې مخه به نیول شوې وای. اوس هم له نړیوالو زموږ غوښتنه دا ده چې له طالبانو سره هر ډول مرستې که نقدي مرستې دي که نورې چې طالبان پیاوړي کوي، باید بندې شي."

د طالبانو په نوي قانون کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې له ږیرې نیولې تر جامو او ورځنیو چارو پورې په ټولو کې شرعي احکام په پام کې ونیسي خو د دې قانون کې لویه برخه محدودیتونه پر ښځو لګېدلي.

د نوي قانون له مخې د ښځو د ټول بدن پټول لازمي بلل شوي او د قانون په ټکو د فتنې له وېرې د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

یوه افغانه مېرمن چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي وايي چې افغانستان د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ وضعیت ته ورروان دی.

هغې وویل:: "افغانستان د ښځو لپاره په دوزخ بدل شوی. که نړیواله ټولنه اقدام ونه کړي، افغانستان به یوځل بیا له کرزي او اشرف غني څخه مخکې زمانې ته ورستون شي چې طالبانو واکمني کوله او ښځو حتی نه شوای کولای بهر ووځي او حتی اجازه یې نه درلوده چې ډاکتر ته ولاړې شي. همدا اوس هم په ولایتونو کې دا ډول وضعیت روان دی."

د طالبانو نوی قانون د ښځو غږ عورت بولي او وايي، ښځې حق نه لري سندرې ووايي او ان په لوړ اواز قرائت وکړي.

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان امنسټي انټرنېشنل پر خپل ایکس پاڼه په یوه وېډيو کې د هغو څو مېرمنو غږونه خپاره کړي چې مخونه یې په چادري پوښل شوي او د ښځو پر آواز د بندیز په غبرګون کې سندرې وايي.

د دې سندرو محتوا د طالبانو د حکومت د اقداماتو غندنه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG