د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

طالبان په يو شمېر هېوادونو کې د برښنايي تذکرو د وېش مرکزونه پرانېزي


ارشیف
ارشیف

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی چې له افغانستانه بهر په یو شمېر هېوادونو کې د افغان کډوالو لپاره د برښنايي تذکرو د وېش مرکزونه جوړوي.

په‌داسې حال کې چې په پاکستان او ایران کې یو شمېر افغان کډوال د برښنايي تذکرو ترڅنګ د یو شمېر نورو اسنادو د نه درلودلو له شکایت کوي، په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د پاکستان او ایران په ګډون په ترکیه، متحده عربي اماراتو او د خلیج په یو شمېر هېوادونو کې د برښنايي تذکرو د مرکزونو د فعالولو خبر ورکړی دی.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې باختر اژانس پرون سه‌شنبه د احصايي او معلوماتو د ملي ادارې د ویاند محمد حلیم رفیع له قوله خبر ورکړی چې د برښنايي تذکرو دغه مرکزونه به ډېر ژر د افغان کډوالو د ستونزو د حل کېدو په موخه پرانستل شي، خو نوموړي یې دقیق وخت نه‌دی ښودلی.

نوموړي ویلي، اوسمهال په افغانستان کې د برښنايي تذکرو د وېش ۷۸ فعال مرکزونه شته چې په ورځني ډول ترې ۱۱ زره تذکرې وېشل کېږي.

ارشیف: د یوه افغان برښنايي تذکره
ارشیف: د یوه افغان برښنايي تذکره

دا په‌داسې حال کې ده چې په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي د برښنايي تذکرو د نه لرلو له امله تل له ستونزې سره مخ وي.

دوی وايي، اوس چې دا پرېکړه شوې باید ژر تر ژره عملي شي.

د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې یو افغان کډوال عبدالمطلب ازادي راډيو ته وویل، ځو ځل یې هڅه وکړه چې په اسلام‌اباد کې د افغانستان په سفارت کې پاسپورت واخلي، خو په خبره یې د برښنايي تذکرې د نه موجودیت له امله له ستونزې سره مخ و.

نوموړي وویل دلته د برښنايي تذکرو د وېش خبر ورته هیله بخښونکی دی.

په پاکستان کې افغان کډوال عبدالمطلب وايي: دا یوازې زه نه یم ټول کډوال له همدې ستونزې سره مخ دي، اوس که سفارت د تذکرو وېش پیلوي دا یو ښه اقدام دی.

هغه وايي: "دلته په پاکستان کې دا ډېره غټه ستونزه ده، اول خپل ځان درته ښیم چې دا څلور کاله وشول چې افغانستان ته نه‌‌یم تللی ځکه پاسپورټ نه‌لرم چې له هغې خوا پرې بېرته راشم، زه اړ وم چې د برقي تذکرې د اخیستلو لپاره افغانستان ته لاړ شم، دا یوازې زه نه یم ټول کډوال له همدې ستونزې سره مخ دي، اوس که سفارت د تذکرو وېش پیلوي دا یو ښه اقدام دی."

د پاکستان په پنجاب ایالت کې بل مېشت افغان کډوال ذاکرالله هم وايي، د دغه خبر په اورېدو خوشحاله شوی دی.

ذاکرالله ازادي راډيو ته وويل: "دا زموږ لپاره د خوشحالۍ زېری دی، باید دا قدام ژر تر ژره وشي، ځکه دا زموږ لپاره ډېره سخته ده چې موږ د تذکرې د اخیستلو لپاره افغانستان ته لاړ شو."

اخوا په ایران کې مېشت افغان کډوال هم د برښنايي تذکرو د نه‌‌شتون له امله له ورته ستونزو سره مخ دي.

په ایران کې د افغان کډوالو یو استازي او پخواني خبریال امید پویان ازادي راډيو ته وویل: "د طالبانو د حکومت دا اقدام یو نیک اقدام دی، زه څو ځل سفارت ته لاړم هلته مې ولیدل چې په دې برخه کې کډوالو ډېرې ستونزې درلودې، پاسپورتونه یې نه ورکول او ورته ویل کېدل چې باید کاغذې تذکرې مو یوسئ افغانستان ته او د بهرنیو چارو له وزارت نه یې تایید کړئ."

دا په‌داسې حال کې ده چې په ایران او پاکستان کې د طالبانو د حکومت سیاسي استازولیو هلته مېشتو افغان کډوالو ته د پاسپورتونو د ورکولو بهیر پیل کړی، خو د برښنايي تذکرې موجودیت یې ورته شرط ایښی دی.

یو شمېر افغان کډوالو له‌دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي وو، اړ دي چې د برښنايي تذکرو د اخیستلو لپاره افغانستان ته لاړ شي خو دوی دا هم ویلي وو چې له هغې غاړې ورته بېرته راتګ ستونزمن ځکه دی چې نه پاسپورت لري او نه هم ویزه.

د راپورونو پر بنسټ اوس‌مهال له درې نیم میلیونو زیات افغان کډوال په پاکستان او نږدې درې میلیونه په ایران کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG