د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

فعالان: د هغه کړیو ترمخ درېږو چې د برښنايي تذکرو د ویش مخه ونیسي


د افغانستان د بېلابېلو مدني ټولنو یو شمېر استازي وايي، د ګڼو نورو ښېګڼو تر څنګ په دغه هېواد کې د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو په هدف هم د برښنايي تذکرو د ژر تر ژره ویش غوښتونکي دي.

دا استازي زیاتوي، هېچا ته به دا اجازه ورنه‌کړي چې د خپلو مغرضو اهدافو په خاطر د برښنايي تذکرو د ویش مخه ونیسي.

دوی چې د یکشنبې په ورځ په کابل کې راټول شوي وو، وویل چې د برښنايي تذکرو په اړه د خلکو دریځ معلوم او د یو شمېر کړیو له‎خوا چې د یادې پروسې په وړاندې خنډ جوړوي؛ ودرېږي.

دوی په دې اړه یو پریکړه‎لیک هم خپور کړ چې په‎کې راغلي، دغه ملي پروسه باید نور قومي رنګ وا نه‎خلي.

د برښنايي تذکرو په اړه د خلکو دریځ معلوم دی.

د تبعیض ضد بنسټ مشرې راحلې جعفري چې د نورو په استازیتوب دغه پرېکړه‎لیک ولوست چې په یوې برخه کې یې راغلي وو:

"مدني بنسټونه او د افغانستان د بېلابېلو قومونو ځوانان د برښنايي تذکرو او له مخې یې د شفافه انتخاباتو د تر سره کېدو په لړ کې له حکومت او اړوند بنسټونو غواړي چې د برښنايي تذکرو پروسه ژر پیل کړي، موږ له حکومت او مخالفو اړخونو نه د برښنايي تذکرو په سر د رامنځته شویو ستونزو ژر حل غواړو او پرې به نه‎ږدو چې ملي ګټې د ځينو مغرضو کړیو د غوښتنو قرباني شي."

د مدني ټولنو دا استازي داسې مهال د برښنايي تذکرو د ژر ویش غوښتنه کوي چې په ارګ کې د برښنايي تذکرو د ویش د بایومټریک او معلوماتو د ثبت پروسه روانه ده.

د جمهور رئیس د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل چې نوی فصل پیل او د افغانستان اوسیدونکي د لومړي ځل لپاره د معیاري تذکرې څښتنان کېږي.

ده لیکلي، د لوړ پوړو چارواکو او سیاسي شخصیتونو بایومټریک روان دی او حکومت د برښنايي تذکرو په اړه د خلکو غوښتنه جدي عملي کوي.

خو اجرائیه ریاست بیا په همدې ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د برښنايي تذکرو ویش د یوې سترې ملي قضيي په توګه ډېر بحث او دقت ته اړتیا لري، په اړه یې باید لومړی ملي اجماع رامنځته او بیا دغه پروسه پر مخ یوړل شي.

دې ته په کتو د مدني ټولنو ځينې غړي وایي، په دې اړه د خلکو تر منځ اختلافات نشته، ولې ځينې کړۍ د خپلو ګټو په خاطر د یادې پروسې په وړاندې خنډ جوړوي او لانجې په کې پیدا کوي.

د عدالت بنسټ استازې حمیده وردګ وايي، خلک د خپلو اوږدمهاله ګټو په خاطر هم د برښنايي تذکرو د ژر ویش غوښتونکي دي:

"دوی د مخالفت دا بحث په کوم اساس رامنځته کړی، دوی غواړي خلک تر راتلونکو ۲۰ کلونو پورې د معیاري تذکرې او هویت نه بې برخې کړي، همدا دلیل دی چې موږ نه شفاف انتخابات لرو او نه هم داسې امنیت چې د جنايي جرمونو مخه دې ونیولای شو، موږ له دې اړخه ډېرې زیاتې ستونزې وینو."

د عدالت بنسټ استازې حمیده وردګ
د عدالت بنسټ استازې حمیده وردګ

مېرمن وردګ له سیاسي ګوندونه، د ځوانانو له شوراګانو او مدني بنسټونه هم غواړي چې د برښنايي تذکرو د ژر ویش په تړاو خپل غږ پورته کړي.

د حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم وايي، د برښنايي تذکرو د وېش په وړاندې کوم قانوني او حقوقي خنډ نه لېدل کېږي او څومره چې ژر ممکن وي، باید دغه لړۍ پېل شي.

د افغانستان د ډموکراټو حقوق پوهانو د ټولنې مشر کبیر رنجر هم ازادي راډیو ته ویلي، د برښنايي تذکرو په وېش سره په هېواد کې ګنې ستونزې هوارېږي او په کار ده چې د دغه ملي بهیر په وړاندې خنډونه جوړ نه‎شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG