د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

د ولسمشر په ګډون د ځينو چارواکو د برښنایي تذکرو د بایومټریک بهیر پیل شوی


د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي اداره وايي، د ولسمشر په ګډون يې د يو شمېر لوړو پوړو دولتي چارواکو د برښنايي تذکرو د بایومټریک بهیر پیل کړی دی.

که څه هم اجرائیه ریاست د برښنايي تذکرو د وېش په برخه کې د ټولو خواوو پر قناعت ټينګار کوي، خو ولسمشر محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمنې بي بي ګل غني او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د برښنايي تذکرو د ترلاسه کولو لپاره اسناد او فورمې بشپړې او د تذکرو نمبرونه یې هم ترلاسه کړل.

د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو د مرکزي ادارې ویاند روح الله احمدزي د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د برښنايي تذکرو لپاره د نوم لیکنې او بایومټریک بهیر تېره ورځ په ارګ ماڼۍ کې پیل شوی دی.

ښاغلي احمدزي وویل:

"پرون موږ د ولسمشر، د لومړۍ مېرمنې بي بي ګل او د ولسمشر د دوهم مرستیال د بایومټریک او برښنايي تذکرو لپاره د اسنادو او فورمو چارې بشپړې کړې او د دوی ټول معلومات سیسټم ته دننه شول، د برښنايي تذکرو د وېش ملي بهیر هم ډېر ژر د ولسمشر له خوا پیلېږي او دی به ډېر ژر خپله تذکره واخلي."

ښاغلی احمدزی وايي، اوسمهال د کابیني د وزیرانو، د ملي شورا د دواړو جرګو او د سولې عالي شورا د يو شمېر غړو د اسنادو ثبتولو او بایومټریک بهیر دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت اجرائیه ریاست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې لومړی دی دغه موضوع په دولتي کچه د يوه بحث له لارې هواره او بیا دې د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي.

د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې راغلی چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به د شنبې په ورځ په دې اړه له ولسمشر سره خبرې وکړي.

په افغانستان کې د برښنايي تذکرو د وېش موضوع په تېرو څو کلونو کې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ تر ټولو جنجالي موضوع وه چې په دې ورستیو کې د ملي شورا ګډې کمېتې د وګړو د ثبت او احوالو د قانون په تړاو، د ولسمشر د تقیني قرمان په تأيید سره ورته د وېش لار هواره کړه.

ټاکل شوې وه چې د برېښنايي تذکرو وېش د جدي په ۱۱ مه رسماً پیل شوی وای، خو له دې وړاندې د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو مرکزي ادارې ویلي وو چې د برښنايي تذکرو وېش د ولسمشر د بوختیاوو له امله ځڼډېدلی دی.

په ورته وخت کې د سیاسي او حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي، د برښنايي تذکرو د وېش په وړاندې کوم قانوني او حقوقي خنډ نه لېدل کېږي او څومره چې ژر ممکن وي، باید دغه لړۍ پېل شي.

کبیر رنجبر
کبیر رنجبر

له دې ډلې د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجر وايي:

"زه په دې عقیده یم چې د قانون په چوکاټ کې دغه کار باید مخته لاړ شي، مصوبه تأيید شوې ده او هغه قانون ګرځېدلی دی او هغه باید اوس تدبیق شي، څومره چې دغه بهیر ځنډېږي، موږ ته زیان رسېږي، حتی که موږ وتوانېږو چې د انتخاباتو پورې په کابل کې برښنايي تذکرې وویشو، نو د دې ولایت نفوس به په شفافیت سره رأیې ورکړي."

ښاغلی رنجبر وايي، د برښنايي تذکرو په وېش سره په هېواد کې ډېرې ستونزې هوارېږي، نو په کار ده چې د دغه ملي بهیر په وړاندې خنډونه جوړ نشي.

د ده په خبره، حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې نور وخت ضایع نه کړي او دغه ملي بهیر دې ژر تر ژره پېل او د خلکو انتظار دې نور پای ته ورسوي.

راپور: محمد واصل وصال

پخواني معلومات:

په ارګ کې د برښنایي تذکرو د بایومټریک لړۍ پیل شوه

د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي اداره وايي، د ولسمشر په ګډون د حکومت د يو شمېر لوړو پوړو چارواکو د برښنايي تذکرو بایومټریک لړۍ پیل شوې.

د دې ادارې ویاند روح الله احمدزي نن جمعه ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته په ارګ ماڼې کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د لومړۍ مېرمنې بي بي ګل او دوهم مرستیال سرور دانش د برښنایی تذکرو اسناد او فورمې بشپړې او د تذکرو نمبرونه هم ورته جوړ شول.

ښاغلی احمدزی وايي، اوسمهال په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د کابینې د وزیرانو، د سولې عالي شورا او د ملي شورا د دواړو جرګو د يو شمېر غړو د برښنايي تذکرو د بایومټریک بهیر دوام لري.

د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او مرستیالان يې لا د برښنايي تذکرو بایومټریک لپاره نه دي ورغلي.

اجرائیه ریاست بیا د يوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د برېښنايي تذکرو د وېش موضوع يوه لویه ملي مسئله ده او په دې برخه کې لا ډېر بحث او خبرو ته اړتیا لېدل کېږي، څو د ټولو خواوو قناعت پرې ترلاسه شي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ هم پېل شي.

XS
SM
MD
LG