د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

د برېښنايي تذکرو د ویش نېټه به راتلونکې اوونۍ اعلان شي


د افغانستان د برېښنايي تذکرو اداره وايي، تر يوې بلې اوونۍ پورې به د برېښنايي تذکرو د ویش په برخه کې د خلکو څو کلن انتظار پای ته ورسېږي.

د دغې ادارې ویاند روح الله احمدزي د يکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» ازادي راډيو ته وویل، د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر به له کابله پېل او ډېر ژر به ولایتونو ته هم وغځېږي.

دی وايي:

"انشاالله راتلونکې اوونۍ د برېښناني تذکرو د وېش دقیقه نېټه خلکو ته اعلانوو، که احیاناً د ملي شورا پرېکړه داسې وه چې د وګړو د ثبت په قانون کې باید بدلون راشي، نو موږ بیا د ملي شورا د پرېکړې سره سم خپل کار کې بدلون راولو او که دغه قانون تائید شي، نو زموږ کار به په عادي ډول مخته ولاړ شي."

ښاغلی احمدزی وايي، له تخینکي پلوه اوس‎مهال په کابل کې ټول مرکزونه د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې د وګړو د احوال د ثبت د ادارې رئیس همایون محتاط وايي، ولسمشر محمد اشرف غني ورته ویلي چې په نېږدې ورځو کې د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره چمتو وي.

د ښاغلي محتاط په خبره ولسمشر ورته ویلي، غواړي ژر خپله برېښنايي تذکره واخلي.

په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو پر سر جنجالونه هغه څه دي چې ویل کېږي، دغه ملي بهیر يې له تېرو دوو کلونو راهیسې له خنډ او ځنډ سره مخ کړی.

د وګړو د احوال د ثبت د قانون د طرحې په شپږمه ماده کې چې په برېښنايي تذکرو کې د وګړو د ځانګړنو د ثبت په اړه ده، د اسلام او افغان د کلمو ترڅنګ د ملیت ذکر هم شوی چې د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ تر ټولو جنجالي موضوع وه.

د وګړو د احوال د ثبت په اړه د ولسمشرغني دغه تقنیني فرمان د افغانستان د مشرانو جرګې له‎خوا تائید خو د ولسي جرګې له‎خوا رد شو.

اوس د دغه تقنیني فرمان په اړه د ملي شورا د دواړو مجلسونو له‎خوا يو ګډ کمېسیون جوړ شوی چې په دې اړه به ډېر ژر خپله پرېکړه اعلان کړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوي له دې وړاندې ویلي، ښايي ګډ کمېسیون د دغه فرمان په تائيد هوکړې ته ورسېږي.

د ولسي جرګې د نایب منشي عرفان الله عرفان
د ولسي جرګې د نایب منشي عرفان الله عرفان

د ولسي جرګې د نایب منشي عرفان الله عرفان په دې اړه وايي:

"زه هیله لرم چې د همدې اوونۍ په جریان کې دغه موضوع وروستۍ شي او د ګډ کمېسيون د بحثونو په پایله کې چې کومه نتیجه لاس ته راځي هغه حکومت ته واستول شي او د ولسمشر له توشیح وروسته حکومت په دې اړه عملي اقدامات وکړي."

ښاغلی عرفان وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې ډېر وخت ضایع شوی او دغه بهیر چې څومره ژر ممکن وي، باید پېل شي.

د ده په خبره د برېښنايي تذکرو په وېش سره به د شفافو انتخاباتو ترڅنګ د امنیت په برخه کې هم ښه والی راشي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG