د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

مشرانو جرګه د ولسي جرګې له خوا د ولسمشر رد شوی فرمان تائیدوي


د افغانستان مشرانو جرګه وايي، د ولسي جرګې له خوا د ولسمشر رد شوي تقنیني فرمان ته د تائید رأیه ورکوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کلېمه د افغانانو او د افغانستان د روانو حالاتو په ګټه ده، نو ځکه به په دې اړه له بشپړ غور وروسته ورته د تائید رأیه ورکړي.

فضل هادي مسلمیار دا خبرې د سې شنبې د ورځې عمومي غونډې ته وویل چې دوی په دې اړه د ولسمشر فرمان ته د تائید رایه ورکړي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار وویل:

"ولسي جرګې باید د پخواني تفاهم په اساس، دا فرمان تائید کړی وای، خو له بده مرغه هغوی د ژمنې خلاف کار وکړ، برېښنايي تذکرو پورې انتخابات او نور موضوعات تړلي دي چې ځنډېږي، مشرانو جرګې ته دا فرمان راځي، اوس نصاب کم دی او کمېسیون پرې کار کوي چې کله مشرانو جرګې ته دا فرمان راشي، موږ به ورته د تائید رأیه ورکړو. "

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسي جرګې د ولسمشر دغه تقنیني فرمان د رأيو په اکثریت سره رد کړ.

ولسي جرګې د حکومت هغه وړاندیز هم رد کړ چې ګواکې د نفوسو د احوالو د ثبت اداره دې خپلواکه شي.

د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په شپږمه ماده کې تر ټولو جنجالي موضوع دا وه چې ولسي جرګې په دغه ماده کې د ملیت کلمه رد کړې، خو مشرانو جرګې تائید کړې وه او بیا وروسته ولسمشر د یوه تقنیني فرمان له مخې، د ملیت تر څنګ د قوم او دین کلمې هم ور اضافه کړې.

د مشرانو جرګې غړی سناتور شېر محمد اخندزاده وايي، که چېري په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کلیمه ذکر نشي، افغانان به دا تذکره وانخلي.

ښاغلی اخندزاده وایي:

"که موږ افغانان نه یوو، نو په افغانستان کې ولې اوسېږو، دا د ډېرې خواشینۍ خبر دی چې تېره ورځ ولسي جرګې دغه فرمان رد کړی، که چېرې د افغان او اسلام نوم ذکر نشي، ۹۵فیصده افغانان به دا تذکرې وانخلي."

سناتور محمد حسن هوتک بیا وايي، دغه فرمان د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ د اختلافاتو قرباني شوی.

دی زیاتوي:

"له دې امله چې د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ عقده پیدا شوې ده او هر فرمان چې راځي، هغه دوی ردوي، خو دا زیان خلک ویني، راتلونکي انتخابات به هم شفافه نه وي او هيڅوک به دا تذکرې وانخلي."

د ښاغلي هوتک په خبره، د ولسي جرګې غړو ځکه دغه فرمان رد کړ چې راتلونکي انتخابات وځنډول شي او د دوی کاري موده وغځېږي.

د مشرانو جرګې په عومې غونډه کې د اکثرو سناتورانو ټينګار په همدې و چې د ځانګړي کمېسیون له څېړنو وروسته به، د برېښنايي تذکرو په اړه د ولسمشر تعدیل شوي تقنیني فرمان ته رأیه ورکړي.

خو د افغانستان د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهانو له هغې ډلې کبیر رنجبر تردې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي چې د اساسي قانون پر بنسټ کله چې تقنیني فرمان د ولسي جرګې له لورې رد شي، باطل اعلانېږي او‎ مشرانو جرګې ته نه استول کېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG