د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

د وګړو د ثبت او احوالو مرکزي اداره: د برېښنایي تذکرو وېش وځنډېد


د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو مرکزي اداره وايي، دوی د تذکرو د وېش لپاره بشپړ چمتووالی لري، خو ولسمشر یې باید د وېش دقیقه نېټه ورمعلومه کړي.

د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو مرکزي اداره وايي، د برېښنايي تذکرو وېش د ولسمشر د بوختیاوو له امله ځڼډېدلی دی.

ټاکل شوې وه چې د برېښنايي تذکرو وېش د دوشنبې په ورځ د جدي په ۱۱ مه رسماً پیل شي، خو د یادې ادارې د مسؤلینو په وینا، یادو مواردو ته په پام سره، د دغو تذکرو د وېش دقیقه نېټه به افغان ولسمشر معلوموي.

د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو د مرکزي ادارې ویاند روح الله احمدزي د دوشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغمې په ۱۱ مه» ازادي راډیو ته وویل، دوی له هره اړخه د دغو تذکرو وېش ته چمتووالی لري.

ښاغلي احمدزي وویل:

"له تخنیکي او فني اړخه موږ بشپړ چمتووالی لرو چې دغه لړۍ پیل کړو، ولسمشر ته منتظر یوو چې د دوی د دفتر له خوا موږ ته مشخصه ورځ وټاکل شي."

د افغانستان په جمهوري ریاست کې هم یوه سرچینه دا مني او وايي چې دغه نېټه به ډېر ژر اعلان شي.

د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو د مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، افغان ولسمشر محمد اشرف غني به لومړنی کس وي چې د افغانستان برېښنايي تذکره تر لاسه کوي.

دغه اداره وايي، د برېښنايي تذکرو وېش څلور پړاونه لري، د هویتي معلوماتو راټولول، تثبیت د هویت، نوم لیکنه، بایومټریک کول او د وېش نېټه اعلانول او څلورم هم د تذکرې چاپ او وېش چې ټول دغه پړاونه به له ۱۰ ورځو زیات وخت ونیسي.

د یادې ادارې د مسؤلینو د څرګندونو له مخې، د دغو تذکرو د وېش لپاره پنځه مرکزونه موجود دي، خو په لومړیو کې یوازې یو مرکز فعالېږي.

د معلوماتو له مخې، د تذکرو ویش به له کابله پیلېږي او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به، دغه لړۍ تر لویو ولایتونو هم وغځېږي.

په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش موضوع په تېرو څو کلونو کې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ تر ټولو جنجالي موضوع وه چې په دې ورستیو کې د ملي شورا ګډې کمېتې د وګړو د ثبت او احوالو د قانون په تړاو، د ولسمشر د تقیني قرمان په تأيید سره ورته د وېش لار هواره کړه.

په ورته وخت کې د سیاسي او حقوقي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د انتخاباتو په شفافیت کې د برېښنايي تذکرو په اهمیت ټینګار کوي او وايي، پکاره ده چې تر راتلونکو انتخاباتو پورې دغه تذکرې په لویو ښارونو کې ووېشل شي.

کبیر رنجبر
کبیر رنجبر

‎د چارو کارپوه کبیر رنجبر وایي:

"که دوی کوښښ وکړي چې په لویو ښارونو کې لکه کابل، هرات، کندهار او مزار کې چې ګڼ میشتې دي، تر راتلونکو انتخاباتو پورې برېښنايي تذکرې ووېشي، د انتخاباتو یوه برخه به شفافه او ستونزې به راکمې کړي."

د افغانستان د وګړو د ثبت او احوالو د مرکزي اداري ویاند روح الله احمدزی وايي، د برېښنايي تذکرو د وېش په برخه کې به دوی دې مسئلې ته ډېر دقیق وي چې کوم بهرنی دغه تذکره ترلاسه نه کړي.

ښاغلي احمدزي دغه خبره په داسې حال کې کوي چې د یو شمېر راپورونو له مخې، ځینو بهرنیانو د افغانستان برېښنايي پاسپورټونه هم تر لاسه کړي وو چې بیا د سفر پر مهال پېژندل شوي او د دغه چارې د مخنیوي په هدف موضوع له افغان حکومت سره شریکه شوې وه.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG