د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

ارګ: برېښنايي تذکرو کې به د دین، قوم او ملیت کلمې ولیکل شي


پر برېښنايي تذکرو د افغانانو د ډېرو اندېښنو او جنجالونو وروسته افغان حکومت وايي چې د دغو تذکرو وېش به ډېر ژر پیل شي.

د افغانستان د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‎پال د پنجشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان د نفوسو د ثبت او احوال قانون ۶مه ماده، بدله او د کابینې په غونډه کې توشېح شوه.

د ده په خبره په برېښنايي تذکرو کې به د دین، قوم او ملیت کلمې ولیکل شي.

د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال
د افغانستان د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال

نوموړی وايي:

"بالاخره د دغه قانون ۶مه ماده تعدیل او د کابینې په غونډه کې توشېح شوه، د تعدیل شوې مادې په اساس په برېښنايي تذکرو کې د دین، قوم او ملیت کلمې لیکل کېږي."

که څه هم افغان چارواکي وايي چې د برېښنايي تذکرو وېش د حکومت په لومړیتوبونو کې دی خو تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې د دغو تذکرو د وېش لړۍ پیل کړي.

د نفوسو د ثبت او احوال قانون د ولسمشر محمد اشرف غني له‎خوا په ۲۰۱۴ میلادي کال کې توشېح شو، خو د یو لړ اعتراضونو او جنجالونو له امله د دغو تذکرو د وېش لړۍ تر اوسه پورې ځنډېدلې ده.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو ویلي چې د دغه قانون د پلي کولو او د برېښنایي تذکرو د وېشلو لپاره‌یې بشپړې تیاریانې نیولي دي.

یو شمېر کارپوهانو ویلي چې د برېښنايي تذکرو، نه‌وېشلو په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د تقنین کمېسیون غړی غلام حسین ناصري وايي، سره له دې چې دغه قانون د کابینې له‎خوا توشېح شوی خو ضروري ده چې دغه موضوع د عدليې وزارت له لارې د نورو بحثونو لپاره ولسي جرګې ته واستول شي.

ښاغلی ناصري وايي:

"یوازې د ولسمشر پرېکړه کافي نه‎ده، باید دغه موضوع د عدلیې وزارت له لارې ملي شورا ته ولېږل شي، ځکه چې دا د تصویب شوي قانون د قانوني پرېکړې نقض دی او نوي تصویب ته ضرورت لري."

افغان حقوق پوه ودیر صافی
افغان حقوق پوه ودیر صافی

افغان حقوق‌پوه ودیر صافی وايي، د دغه قانون له توشېح دمخه او د قانوني پړاو نه وروسته باید ملي شورا ته استول شوی وی.

د ده په خبره دې قانون ته زیات ضرورت احساسېده ځکه چې دا موضوع د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG