د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۰

قومي مشران: له بریښنایي تذکرو د افغان او اسلام کلمې د ایستلو اجازه نه ورکوو


د افغانستان د ختیځ، مرکزي او جنوب ختیځ زون قومي مشران وایي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې له بریښنایي تذکرو نه د افغان او اسلام کلمه لېرې کړي.

د افغانستان د سویل ختیځ، مرکزي او جنوب ختیځ زون قومي مشران وایي، په دې اړه به د ولسي جرګې پریکړه کله هم ونه مني چې ګواکې په بریښنایي تذکرو کې دې د افغان او اسلام کلمه نه لیکل کېږي.

د یادو زونونو مشرانو د یکشنبې په ورځ کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې افغانانو د اسلام او افغان کلمو د وقار په نوم ډېرې قربانۍ ورکړي.

د جنوب ختیځ زون د قومونو د یووالي شورا مشر داود شاه نیازی وایي چې د ولسي جرګې له خوا د بریښنایي تذکرو په اړه د ولسمشر فرمان د جرګې په هغې غونډه کې رد شو چې په کې د دغو زونونو ۶۶ وکیلان غیر حاضر وو.

ده دا مسئله د پوښتنې وړ وبلله او ویې ویل:

"په هماغه ورځ موږ د اداري پلاوي د یو شمېر دوستانو سره ناست وو چې زموږ او ستاسو د زونونو ۶۶ وکیلان غیر حاضر وو، ولې غیرحاضر وو؟ بیا زما څه نماینده‎ګي کوي؟ د ځان نماینده‎ګي کوي، د دولت نماینده‎ګي کوي، د دې ولایتونو د قومونو نماینده‎ګي کوي، که په که په مغرض وخت کې هلته ځې؟"

په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان د کلمو د نه لیکلو د غبرګونو په دوام تېره اوونۍ د عدالت ګوند لسګونو غړو د افغان او اسلام کلمې په ننګه د ملي شورا مخې ته مظاهره وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګې ویلي چې د ولسي جرګې له‎خوا د ولسمشر رد شوي تقنیني فرمان ته به د تائید رأیه ورکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د ولسي جرګې له‎خوا د دغه فرمان تر رد وروسته د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته وویل، په برېښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام کلمه د افغانانو او د افغانستان د روانو حالاتو په ګټه ده، نو ځکه به په دې اړه له بشپړ غور وروسته ورته د تائید رأیه ورکړي.

د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په شپږمه ماده کې تر ټولو جنجالي موضوع دا وه چې ولسي جرګې په دغه ماده کې د ملیت کلمه رد کړې، خو مشرانو جرګې تائید کړې وه او بیا وروسته ولسمشر د یوه تقنیني فرمان له مخې د ملیت ترڅنګ د قوم او دین کلمې هم ور اضافه کړې.

اخوا د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزی بیا ډاډ ورکوي چې په بریښنايي تذکرو کې به د افغان او اسلام کلمې ولیکل شي.

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزی
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمد احمدزی

نوموړي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"په بریښنایې تذکرو کې به هم افغان وي او هم اسلام، له دې نه پرته نه افغان تذکره اخېستلای شي او نه هم توضیح کیدلای شي او په ځانګړي توګه دا موضوع خلاصه شوې ده، حتی په رسمي جریده کې راغلې ده اوس صلاحیتونه د ولسمشر دي."

د خلکو او یو شمېر سیاسي ګوندونو او جریانونو ترڅنګ یو شمېر سناتورانو هم له دې امله په ولسي جرګې انتقادونه وکړل.

دوی وايي، د ولسي جرګې غړو ځکه دغه فرمان رد کړ چې راتلونکي انتخابات وځنډول شي او د دوی کاري موده وغځېږي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG