د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

صیاد وایي د راروانو انتخاباتو بهیر به د ملي امانت په توګه پرمخ ځي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د راروانو انتخاباتو بهیر به د ملي امانت په توګه پرمخ بوځي.

دغه کمېسیون وايي، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د ښه ترسره کولو لپاره یې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او د انتخاباتو د څارونکو ډلو له استازو او قومي مشرانو سره د سلا مشورو غونډې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو یو شمېر څارونکي، مدني فعالان او سیاسي ګوندونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پر اجراتو شک څرګندوي او د کمېسیون غړي له حکومته د اوامرو په منلو او د وړتیا او تجربې په نه لرلو تورنوي.

د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند مشر عطا محمد نور هرات ته د خپل وروستي سفر پرمهال د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د له منځه تلو غوښتنه وکړه او د ولسي جرګې ځینو غړو هم ویلي چې د دې کمېسیون ظرفیت د منلو وړ نه دی، خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنر او ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد ازادي راډیو ته وویل چې دوی به د انتخاباتو تخنیکي مدیریت د یوه ملي امانت په څېر پرمخ بوځي.

صیاد زیاته کړه چې سیاستوال باید انتخابات له حکومت سره د مخالفت وسیله ونه ګرځوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنر او ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمیشنر او ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد

نوموړی وایي:

"هغه لوري او جهتونه چې د افغانستان له حکومت سره سیاسي مشکلات لري، موږ په وار وار ورته ویلي دي چې خپلې ستونزې دې له دولت او حکومت سره حل کړي او کمېسیون په دې ستونزو کې دخیل نه کړي، تر څو کمېسیون وکولای شي چې په مستقلانه ډول هغه ملي پروسه چې دنده یې ده، بې له تقلب څخه او داسې چې عدالت په کې خوندي وي، پرمخ بوځي."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د الکترونیکي تذکرو د ویش په مسئله کې ستونزې به، د راروانو انتخاباتو پر بهیر اغېز وکړي کنه، وویل چې دا ستونزه د رأی ورکولو په شرایطو د برابرو خلکو د نوم ثبتولو له بهیر سره کوم ارتباط نه لري.

ښاغلي صیاد زیاته کړه چې کمېسیون به د رأی ورکولو د شرایطو لرونکو کسانو نومونه له تقلب پرته د مدرنې ټکنالوژۍ په مرسته ثبت کړي.

ښاغلي صیاد وویل:

"موږ هېڅکله هم خپلې چارې د الکترونیکي تذکرو په ویش پورې نه دي تړلي، موږ ځانګړي ماشینونه هم غوره کړي او مشخصات مو د هغو کمپنیو ته ښودلي، خو هغه له الکترونیکي تذکرو سره ربط نه لري، ځکه د الکترونیکي تذکرو ویش یوه اوږده ملي پروسه ده چې کلونو ته اړتیا لري، څو په ټول افغانستان کې توزیع شي."

په داسې حال کې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخاباتو ته یوازې اته میاشتې پاتې دي او د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د رأی ورکولو د مرکزونو څېړنه هم پای ته رسېدلې، د امنیت ستونزه د دې انتخاباتو په وړاندې تر ټولو لویه اندېښنه ګڼل کېږي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د حکومت د سرمفتش ادارې یا سیګار په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو په سلو کې نېږدې ۵۷ د افغان ځواکونو په لاس کې دي، په سلو کې ۱۳ سیمې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې دي او په پاتې ۳۰ په سلو سیمو کې یې جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG