د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۳

دانش: د الکټرونیکي تذکرو وېش د قومي تُندلارو له لوري برمته شوی


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي د الکټرونیکي تذکرو وېش د قومي تندلارو له لوري برمته شوی دی.

ښاغلی دانش وايي، د الکټرونیکي تذکرو وېش یو ډېر مهم ملي پروګرام دی چې په بېلابېلو برخو کې د افغانانو لپاره زیات اهمیت لري.

سرور دانش چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» په کابل کې د اساسي قانون د تصویب په ۱۴مه کالیزه کې وینا کوله پر دې خبرې له ټینګار سره چې دغه ملي او مهم پروګرام د ځینو قومي تُندلارو له لوري برمته شوی زیاته کړه چې ملت په ډېره بې‌صبرۍ د الکټرونیکي تذکرو وېش ته په تمه دی.

سرور دانش
سرور دانش

ښاغلی دانش وايي:

"په داسې حال کې چې ټول ملت په ډېره بې‌صبرۍ د الکټرونیکي تذکرو وېش ته په تمه دی، خو له بده مرغه دغه مهم ملي پروګرام په هر دلیل چې وي د یو شمېر قومي تندلارو له‌خوا برمته نیول شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا تر غونډې دمخه رسنیو ته ویلي و چې د الکټرونیکي تذکرو په وېش کې ځنډ پر ځای ګني او وايي چې دا کار هغه مهال شونی دی چې د افغانستان د خلکو قناعت خپل کړي.

شااوخوا درې اوونۍ مخکې د نفوسو د احوال د ثبت قانون د ځینو مادو د بدلولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان، د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ کمېسیون تأيید کړ چې له مخې یې باید په الکټرونیکي تذکرو کې د افغان، قوم او مذهب کلمې ولیکل شي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې رئیس وايي له اساسي قانون سره سم د الکټرونیکي تذکرو اصولي او قانوني پړاونه پای ته رسېدلي او وخت‌یې رارسېدلی چې ولسمشر یې د وېش لړۍ پيل کړي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل:

"له ولسمشر او اجرائیه رئیس نه غواړو دا فرمان ستاسو او حکومت غوښتنه وه، له اساسي قانون سره سم‌یې اصولي او قانوني پړاونه پای ته ورسول، نو هیله‌مند یو چې ژر تر ژره د وېش امر ورکړئ او تاسې خپله تذکره واخلئ، څو دغه حق چې هر وګړی یې لري ورنه مستفید شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د نفوسو د ثبت او احوال د مرکزي ادارې ویاند روح‌الله احمدزي ازادي راډيو ته ویلي چې د الکټرونیکي تذکرو د وېش په وړاندې کومه تخنیکي ستونزه نه‌‌ده پاتې.

د افغانستان په جمهوري ریاست کې یوې سرچینې د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي وو چې د الکټرونیکي تذکرو وېش به ډېر ژر پیل شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG