د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

یو شمېر افغانان: د برښناني تذکرو د وېش بهیر پڅ دی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د برښنايي تذکرو د وېش د لړۍ د پڅوالي او د برښنايي تذکرو د وېش د مرکزونو څخه د لرې والي له امله تر اوسه نه دي توانېدلي چې تذکرې ترلاسه کړي.

که څه هم د طالبانو د حکومت د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې میلیونونو کسانو ته د برښنايي تذکرو د وېش اعلان کړى و، خو یو شمېر افغانان شکایت کوي چې د برښنايي تذکرو د وېش په بهير کې د ستونزو او د دې بهير د اوږدې مودې له امله نه دي توانېدلي چې تذکرې تر لاسه کړي.

کابل ښار کې يوه مېرمن چې نه غواړي د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، وايي چې د برښنايي تذکرې د اخيستو لړۍ دومره پڅه ده چې اوس اړ شوې د تذکرې له اخيستو ډډه وکړي.

یوه مېرمن وايي: ځينې کسان شته چې له شپږو او يو کال راهيسې سرګردانه دي له همدې امله زه د برښنايي تذکرې له اخيستو لاس پر سر شوې يم.

هغې په دې اړه ازادي راډیو ته زیاته کړه: "ما مخکې دوه ځلې غوښتنلیک ورکړى و، غوښتل مې چې برښنايي تذکره واخلم کومې ستونزې چې موجودې وې خصوصاً د سن د اصلاح په برخه کې چې ډېره جنجالي او وخت نیوونکې پروسه ده. ځينې کسان شته چې له شپږو او يو کال راهيسې سرګردانه دي له همدې امله زه د برښنايي تذکرې له اخيستو لاس پر سر شوې يم."

بلخوا بيا د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکي وايي چې د دوى په سيمو کې د برښنايي تذکرو د وېش د مرکزونو د نشتوالي او د اقتصادي ستونزو له امله تر اوسه نه دي بريالي شوي چې برښنايي تذکرې واخلي.

د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ اوسېدونکي کفایت الله ازادي راډیو ته وویل چې دا یوه جدي ستونزه ده او حکومت باید د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

هغه وايي: "مونږ چې له واما ولسوالۍ تر مرکزه راځو د غرمې د ډوډۍ او لارې کاره ټول لګښت لږ تر لږه دوه زره افغانۍ کېږي، هغه ولسوالۍ چې لرې دي د تذکرو اخيستو لپاره چې مرکز ته راځي، حتى شپږ تر اوه زرو هم مصرف پرې راځي او بايد څو ځلې تګ راتګ وکړي. زمونږ غوښتنه له حکومته دا ده چې په ولسواليو کې هم يو مرکز پرانېزي."

دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د طالبانو د حکومت د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې تېر کال په ټول افغانستان کې د څه باندې درې میلیونو برښنايي تذکرو د وېش اعلان کړی دی.

د دې ادارې ویاند حلیم رفیع په یوه پیغام کې چې د دې ادارې په ايکس پاڼه کې خپور شوی ویلي: "د احصائیې او معلوماتو ملي ریاست په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۷۶ برښنايي تذکرو مرکزونو له لارې په هېواد کې ۳.۱۲۴ زره کسانو ته ۱۰۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوي دي، هغوى چې تېر کال یې برښنايي تذکرې ترلاسه کړي دوه میلیونه ۶۸ زره نارینه او یو میلیون ۵۶ زره ښځې دي."

دا لومړی ځل نه دی چې خلک د برښنایي تذکرو د وېش بهیر له پڅوالي شکایت کوي، بلکې مخکې هم څو ځلې خلکو ازادي راډیو ته د دغه بهیر د پڅوالي او د برښنايي تذکرو د بيعې چې له ۱۰۰ افغانیو ۵٠٠ ته لوړه شوې شکايت کړى او د دې ستونزو د حل غوښتنه يې کړې.

د برښنايي تذکرو د وېش بهیر په ۲۰۱۷م کال کې په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام له‌خوا پیل شو.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلومات د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د برښنايي تذکرو د وېش بهیر له پیل راهیسې تر اوسه ۱۲ میلیونه او ۹۰۰ زره کسانو ته برښنايي تذکرې وېشل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG