د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

پاکستان کې ايسار افغانانو ته خپل هېواد ته پر تذکرو د ستنېدو اجازه ورکول شوه


لواړګي کې سلګونه افغانان د ستنېدو په انتظار دي
لواړګي کې سلګونه افغانان د ستنېدو په انتظار دي

د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې هغه ایسار افغانان چې یوازې تذکرې لري اوس هېواد ته د ستنېدو اجازه ورکول کېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن په خپل ټوېټر لیکلي چې د اپرېل تر نهه ویشتمې یعنې را روانې جمعې پورې تذکره لرونکي افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته پرېښودل کېږي.

محمد صادق لیکلي په عادي توګه یوازې ناروغان د تذکرو په وسیله پاکستان ته د اوښتو اجازه لرلی شي.

خو په تورخم کې ایسارو افغانانو مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت کړی وو چې پاکستاني چارواکي تذکره لرونکو ناروغانو ته هم د ور اوښتو اجازه نه ورکوي.

د فیاض او وحیدالله په نوم دوو کسانو ازادي راډیو ته وویل:

“حکومت باید زموږ پوښتنه وکړي. دغسې مشکل خلک تر کومه پورې وزغمي. دې کې ناروغان هم شته. ښځې او واړه هم شته. دواړو خواوو کې خلک په تکلیف دي.”

“ تذکرو باندې څوک نه پریږدي. مور مې ګېر ده، ورونه مې، ورېندارې مې خویندې مې. ورځې تېروي اجازه نه ورکوي بېرته مجبوره دي تورخم ته وګرځي.”

په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې دوشنبه بیا یوه ډله افغانان بېرته د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي دي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت هم په خپل فیسبوک په یوه خبرتیا کې ویلي چې د دوی د هڅو په نتیجه کې پاکستاني چارواکو ورسره ومنله چې تذکره لرونکو افغانانو ته د تګ اجازه ورکړي.

تورخم کې افغانان
تورخم کې افغانان

سفارت ویلي په تورخم او د پاکستان نورو سیمو کې ایسار افغانان دې له دې فُرصت په استفادې هېواد ته ستانه شي.

د راپورونو په اساس پاکستان په دې وروستیو کې په بېلابېلو بندرونو تورخم، سپین بولدک او هاخوا غلام خان باندې چې عموماً د ټرانزیټ لپاره کارول کېږي ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

تازه د غلام خان څخه د راپورونو له مخې له دریو ورځو راهیسې دا لار تړل شوې ده چې له امله یې د سوداګرو مالونه دواړو خواو ته دېره پاتې دي.

د شمالي وزیرستان د سوداګرو مشر عبدالله خان د ازادې اروپا مشال راډیو ته ويلي:

“د غلام خان بندر له دریو ورځو راهیسې تړلی دی. د افغانستان او پاکستان خوا ته په سلګونه لارۍ ولاړې دي. په دې کې د مېوې او سبزیو ګاډي شته. له حکومته غواړو چې مهرباني دې وکړي او غلام خان بندر دې نه تړي”.

پاکستان په دې وروستیو کې د خوست او کونړ په څو سیمو بمباري هم کړې او تر هغه را وروسته یې په پولو باندې د افغانانو د اوښتو را اوښتو جدي مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG