د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه: د پولنډ-بېلاروس پر پوله لاهم افغانان بند پاتي


د پولنډ او بېلاروس په پوله کې بند پاتې کډوال
د پولنډ او بېلاروس په پوله کې بند پاتې کډوال

د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنشنل په دې ژوره اندېښنه ښکاره کړه چې د اګسټ له میاشتې راهیسې د پولنډ او بېلاروس په پوله کې له ۳۲ افغانانو څخه ۱۷ تنه لا هم بند پاتې دي.

دا کسان وروسته له دې د دوو هېوادونو ترمنځ په بد وضعیت کې دي چې پولنډ په زوره د بېلاروس لوري ته وشړل.

د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، پولنډي چارواکي تاییدوي چې د هغې ډلې پرضد یې له جبره کار اخیستی چې غوښتل یې په پوله کې له ازغن سیمه ور واوړي.

د بښنې نړیوال سازمان هغه ویډیو تایید کړې چې د بېلاروس چارواکو شریکه کړې.

په ویډیو کې د اوسنارز کورني په سیمه کې هغه کسان لیدل کېږي چې هڅه کوي له پولي واوړي.

د پولنډ د فونداچیه اوکالیني موسسې پر اساس، لږ تر لږه د یوه ماشوم په ګډون ۱۷ تنه پولنډ ته له اوښتو وروسته وهل شوي او نیول شوي دي. بیا د پولنډ د سرحدي ځواک په یوه مرکز کې توقیف شوي او بالاخره د پولنډي چارواکو له لوري په زوره د بېلاروس خوا ته شړل شوي دي.

د بښنې د نړیوالې موسسې د افغانستان د برخې مسوولې سمیرا احمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د پولنډ د پوله ساتو دا اقدام د بشري حقونو سرعړونه وبلله: "په اوسني وضعیت کې چې افغانان ورسره مخامخ دي، دا د بشري حقونو یوه ښکاره سرغړونه ده، هېوادونه باید په دې شرایطو کې افغانانو ته هرکلی ووايي او خپلې پولې ورته پرانېزي. له بده مرغه موږ ته د پولنډ د پولې په اړه په څېړنه کې څرګنده شوه چې هلته افغانان په خورا بد وضعیت کې دي. د ټوکر په خیمو کې بې خوړو او بې ضروري او اساسي امکاناتو منتظر وو چې ومنل شي."

د بېلاروس او پولنډ ترمنځ پر پوله یوه کډواله
د بېلاروس او پولنډ ترمنځ پر پوله یوه کډواله

د اګسټ په ۲۵مه نېټه د اروپا د بشري حقونو محکمې پولنډ ته حکم وکړ چې دغو ۳۲ افغانانو ته خواړه، اوبه، جامې او په کافي اندازه دارو – درمل ورکړي.

محکمې همدا راز امر کړی چې د امکان په صورت کې هغوی ته موقتي سرپناه هم برابره کړي.

د سېپټمبر په ۲۷مه محکمې د خپل حکم موده تر بلې خبرتیا پورې اوږده کړه او همدا راز یې امر وکړ، تر څو چې دا کسان د پولنډ په خاوره کې وي، باید بېلاروس ته ونه ګرځول شي، خو له دې سره-سره د پولنډ د کابینې د اګسټ د پرېکړې پر اساس دا کسان بېلارس ته وګرځول شول.

پولنډ د سېپټمبر له دوهمې نېټې څخه په خپله پوله کې بېړنی حالت اعلان کړی او له همدې کبله دې سیمې ته خبریالان، د پارلمان غړي او فعالان نه شی تللی.

د بښنې نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې د پولنډ له حکومته غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو له شړلو لاس واخلي، د پولي د بندولو پرېکړه لغوه کړي او هغو کسانو ته چې د سر د ساتنې هڅه کوي، اجازه ورکړي چې په خوندي ډول د پولنډ خاورې ته واوړي.

د بښنې نړیوال سازمان پر افغانانو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د لارو د بندېدو یادونه هم کړې ده او ویلي یې دي چې دې کار هغه افغانان له خطر سره مخامخ کړي چې په خپل هېواد کې ځان خوندي نه احساسوي.

د امنیسټي انټرنیشنل پر اساس، د پاکستان، ازبیکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان په شمول د افغانستان ګاونډیو هېوادونو پر هغو افغانانو چې د سفر سم اسناد نه لري خپلې پولې تړلې دي.

XS
SM
MD
LG