د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

هند کې یو شمېر بند پاتې افغانان: د اوبو او وچې ډوډۍ د اخیستلو پیسې هم نه‌لرو


د هند هوايي ډګر کې افغان مسافر
د هند هوايي ډګر کې افغان مسافر

په هند کې یو شمېر بند پاتې افغان مسافر له خپل بې‌برخلیکه وضعیت او خالي جېبه رنځېږي.

دوی وايي، د درملنې او نورو کارونو په خاطر د کابل له سقوط مخکې هند ته تللي، خو اوس نه وطن ته د تللو لاره لري او نه هم په هند کې د اوسېدو لپاره پیسې او دوه میاشتې کېږهلته بند پاتې دي.

دوی غواړي چې ژر تر ژره دې کابل ته ولېږدول شي.

۳۵ کلنه فرشته له ۲ میاشتو ډېر وخت کېږي چې په هند کې پاتې ده. هغه چې د کور مېرمن ده، د درملنې لپاره هند ته تللې وه وايي نه‌یې کورنۍ دا وس لري چې له کابل څخه پیسې ورته ولېږي او نه دا خپله پیسې لري چې په هند کې د خپل کور د کرايې پیسې ورکړي.

فرشته زیاتوي: "ټول هغه څه مې چې د درملنې په خاطر راوړي وو، ختم شول. پیسې نه‌لرم. یوې میاشتې ته راغلې وم، دوه میاشتې وشوې. اوس د کور د کرایې پیسې راسره نه‌شته، د کور څښتن له کوره ځواب راکړ. د افغانستان سفارت او د هند دولت زموږ غږ نه‌اوري."

نرګس یوه بله افغانه ده چې دوه میاشتې مخکې هند ته د درملنې لپاره راغلې وه او له ورته برخلیک سره مخ ده. هغه په هند کې د افغانستان په سفارت تورونه لګوي، خو سفارت‌یې ردوي.

هند کې د افغانستان سفارت وايي، په هند کې د پاتې افغانانو لومړۍ ۱۰۶ نفري ډله د جمعې په ورځ افغانستان ته ولېږدول شوه.
هند کې د افغانستان سفارت وايي، په هند کې د پاتې افغانانو لومړۍ ۱۰۶ نفري ډله د جمعې په ورځ افغانستان ته ولېږدول شوه.

دا وايي: "سفارت ته ورغلو، لېست‌یې جوړ کړ، خو هغه کسان‌یې بهر کړل چې پېژندګلوي او واسطه‌یې درلوده، زموږ غږ وانه‌ورېدل شو. تر کومه ځایه چې خبره شوې یم، سفارت له ځینو پیسې واخیستلې. اوس په ستونزو کې یو. هیله ده زموږ غږ تر سفارت ته ورسوئ."

رحیمه بله هغه مېرمنه ده چې خپل ماشومان‌یې هند ته د درملنې لپاره بیولي. هغه په هند کې د افغانستان له سفارته غواړي چې افغانستان ته د بېرته تګ زمینه ورته برابره کړي.

رحیمې وویل: "زموږ حالت وخیم دی، که مرو هم، غواړو له خپلو کورنیو سره واوسو، دلته نور له لوږې مرو، د سفارت مسؤلیت دی چې موږ افغانستان ته ولېږي، هملته که د خپلو کورنیو ترڅنګ له لوږې هم مړه شو، منو یې."

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط مخکې هره ورځ سلګونه تنه له کابل څخه ډېلي ته تلل، په هند کې د افغان سفارت د معلوماتو بر بنسټ هند په دې وروستیو کلونو کې له ۲۵ زرو د ډېرو افغان کډوالو، سلګونه ناروغانو او محصلانو کوربه و.

خو کابل ته د طالبانو په ننوتلو او د تېر حکومت په ړنګېدلو سره، د ناروغانو ترڅنګ چې په هند کې بند پاتې دي، افغان محصلان هم وايي له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان په سفارت کې لا هم د پخواني حکومت مأمورین شته، خو هند ته تللي ناروغان او نور افغانان چې په بېلابېلو دلایلو یاد هېواد ته تللي، وايي سفارت‌یې غږ نه‌اوري.

په ډېلي کې د افغان سفارت د معلوماتو له مخې تر ۱،۵۰۰ ‌ډېر افغانان چې هند ته د لنډې مودې لپاره تللي وو، اوس هلته بند پاتې دي.

په هند کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي ازادي راډيو ته وویل، جدي هڅې روانې دي چې په هند کې د شته ناروغانو او نورو افغانانو چې د لنډې مودې لپاره هند ته تللي وو، ستونزې یې حل کړي.

هند کې افغان سفیر فرید ماموندزی
هند کې افغان سفیر فرید ماموندزی

ښاغلی ماموندزی وايي: "په هند کې د افغانانو د لېږد پروسه د تلې میاشتې په ۱۷مه نېټه پیلېږي، د هېواد اوسېدونکي چې د اګسټ له ۱۵مې مخکې د درملنې لپاره هند ته راغلي وو، د کابل هوايي ډګر ته د نړیوالو الوتنو د درېدو له امله دلته پاتې دي، په هند کې د پاتې افغانانو لومړۍ ۱۰۶ نفري ډله د جمعې په ورځ د ماهان هوايي شرکت په الوتنه کې افغانستان ته ولېږدول شوه. د یاد مسافرو الوتکه لومړی په تهران کې ناسته وکړه او وروسته د کابل په لور والوته. ټاکل شوې ده چې یاد هوايي شرکت به په راتلونکو اوونیو کې نور افغانان هم ولېږدوي."

په ډېلي کې د افغانستان سفارت وايي، خپل وطن ته د افغانانو د لېږدولو په درېیو انتخابونو کار کوي، لومړی یې د ماهان هوايي شرکت له لوري افغانستان ته د افغانانو لېږل دي، دغه‌شان له ډېلي څخه کابل ته چارتر الوتنې بل انتخاب دی او درېیم انتخاب هم دا چې هڅه کوي د پاکستان له ځمکنۍ لارې ځيني دا افغانان بېرته خپل هېواد ته ولېږدوي.

XS
SM
MD
LG