د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

طالبان: ترکي، هندي او ازبیکستاني الوتکې به له کابله الوتنې پيل کړي


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

د طالبانو په مشرۍ حکومت د رسنیز ټیم غړي وايي، ټاکل شوې چې د ترکیې، هند او ازبیکستان هېوادونو الوتکې نن پنجشنبه کابل ته له سره الوتنې پيل کړي.

احمد الله وثیق تازه په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د نړیوال رادار د معلوماتي پاڼې له مخې سر له نننه کابل ته نړیوالې الوتنې پیلېږي، ترکیه، هند او ازبیکستان درې هغه هېوادونه دي چې نن به ترې مسافر وړونکې الوتکې د کابل هوايي ډکر ته الوتنې وکړي."

ښاغلي وثیق په دې اړه زیات جزئیات ورنه کړل.

تراوسه یادو درې واړو هېوادونو او دغو هېوادونو پورې اړوند هوايي شرکتونو کابل ته د خپلو الوتنو په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا د افغانستان د ملکي هوايي چلند وزارت د عامه اړیکو مسوول صبغت الله کاکړ د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کابل نړیوال هوايي ډګر د الوتنو لپاره بشپړ چمتو دی او تمه ده چې هېوادونه به له سر نننه الوتنې ترې پیل کړي.

ښاغلي کاکړ زیاته کړه: "د ملکي هوايي چلند مشرتابه له دوستو هېوادونو سره د الوتنو موضوع شریکه کړې ده چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د پروازونو لپاره چمتو دی او د دوی ځواب ته په تمه یو."

د کابل هوايي ډګر، د پي ای اې شرکت د یو ټیکټ بیه پخوا ۳۰۰ ډالره وه، خو اوس شااوخوا ۱۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې او لا د لوړېدو په حال کې ده.
د کابل هوايي ډګر، د پي ای اې شرکت د یو ټیکټ بیه پخوا ۳۰۰ ډالره وه، خو اوس شااوخوا ۱۵۰۰ ډالرو ته لوړه شوې او لا د لوړېدو په حال کې ده.

خو ښاغلي کاکړ په دې اړه زیات معلومات ورنه کړل.

له دې وړاندې هم د قطر، پاکستان ایران او ځینو نورو هېوادونو کابل ته چارتر شوېو الوتکو سوداګریز پروازونه کړي، خو افغان مسافر د دغو پروازونو د ټیکټونه له لوړې بیې شکایت کوي.

یو کس چې تازه د پاکستان په (PIA) الوتکه کې اسلام اباد ته تللی او نه غواړي غږ او نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، پخوا د یو ټیکټ بیه ۳۰۰ ډالره وه، خو اوس شااوخوا ۱۵۰۰ ډالرو ته لوړ شوي او لا د لوړېدو په حال کې ده.

په ورته وخت کې په کور دننه او بهر زرګونه افغانان مسافر هوايي الوتنو بیا پيل ته په تمه دي.

یو نیمه میاشت وړاندې کله چې طالبانو د کابل واک په لاس کې واخېست، د ۱۵ ورځو لپاره نړیوالو ځواکونو د دغه ډګر چارې سمبالولې او په کابل کې مېشت بهرنیان او افغان همکاریان یې له دغه هېواده ایستل.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواک وزارت تازه ویلي، د بهرنیو ځواکونو د تخلیې په عملیاتو کې دغه ډګر ته زیات زیان اوښتی چې مالي ملاتړ سره یې بشپړ بیارغونه یو کال وخت نیسي.

یاد وزارت وايي چې دم ګړۍ د حامد کرزي له نړیوال هوايي ډګره کورني پروازونه پيل شوي چې د سهار له شپږو د ماښام تر شپږو بجو مزارشریف، هرات او کندهار ته الوتنې لري.

XS
SM
MD
LG