د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۶

د طالبانو حکومت: تېر يو کال له ۲.۱ ميليون زياتو افغانانو برېښنايي تذکرې اخيستي


ارشيف
ارشيف

د طالبانو د حکومت د احصایې د ملي ادارې چارواکي وایي، په تېر یو کال کې یې له ۲.۱ میلیون زیاتو افغانانو ته برېښنايي تذکرې ویشلي دي.

د دې ادارې د وګړو د ثبت او احوالو د ریاست مرستیال محمد صابر ستانکزي چې د پنجشنبې په ورځ د سپټمبر په لومړۍ نېټه په یوه خبري ناسته کې د یادې ادارې د یو کلنو چارو راپور شریکوو وويل، دوی په تېر یو کال کې د دغو خدمتونو له درکه شاوخوا یو میلیارد او ۶۰ میلیونه افغانۍ تر لاسه کړي.

د برېښنايي تذکرو یو شمېر غوښتونکي بیا شکایت کوي چې، دا پروسه ډېره پڅه ده او په میاشتو میاشتو انتظار باسي څو دغه تذکرې تر لاسه کړي.

د کندهار ولايت يو اوسېدونکی چې نه‌غواړي نوم خپور شي وايي، شاوخوا دوه نیمې میاشتې مخکې یې د ځان او کورنۍ لپاره برېښنايي تذکرو ته بایومتریک کړی، خو لا یې هم دغه تذکرې نه دي تر لاسه کړي.

نوموړي ازادي راډیو ته یې وویل، یوازې هغو کسانو ته دغه تذکرې زر وېشل کېږي چې واسطې ولري.

نوموړی وايي: "کله چې موږ خپله ستونزه له دوی (اړونده ادارې چارواکو) سره شریکوو، چې ولې د عامو خلکو تذکرې زر نه راځي؟ دوی وایي سیسټم کې تر شپږ لکو کسانو ځانونه ثبت کړي چې ډېری یې VIP کسان دي، زما نه وروسته چې ځینو کسانو بایومتریک کړی هغوی ته تذکرې ورکړل شوي، نه پوهېږم موږ ته موږ ولې د دې ملي هویت او ملکیت حق په تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخ یو."

په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش او اخیستلو پروسه د تېر جمهوري حکومت پر مهال پیل شوه او ټولو افغانانو ته یې د یو ملي سند په توګه یې لرل لازمي وګرځول شول.
په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش او اخیستلو پروسه د تېر جمهوري حکومت پر مهال پیل شوه او ټولو افغانانو ته یې د یو ملي سند په توګه یې لرل لازمي وګرځول شول.

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکی بیا وایي مور یې سخته ناروغه ده او اړتیا لري چې د درملنې لپاره یې پاکستان ته بوځي، خو له زیات انتظار وروسته هم نه دی توانېدلی چې دغه تذکره تر لاسه او پاسپورت واخلي.

نوموړی وايي: "دغې تذکرې ته په تمه یم، ټول روزګار رانه پاتې دی، مور مې ناروغه ده چې پاکستان ته یې بوځم، دا تذکره تر لاسه کړم چې بالاخر په یوه طریقه پاسپورت هم تر لاسه کړم."

دا عام خلکو داسې مهال ازادي راډیو سره ستونزې شریکې کړي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصایې ملي ادارې چارواکي وایي، په تېر یو کال کې یې په ۸ اعشاریه دوه میلیونو کسانو باندې برېښنايي تذکرې ویشلي دي.

د دې ادارې د وګړو د ثبت او احوالو ریاست مرستیال محمد صابر ستانکزي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو سره د تېرو یو کال خدماتو او لاسته راوړنو د شریکولو پر مهال وویل، په دې موده کې یوازې د دوی د ګرځنده ټیمونو له لوري د دوه میلیونه ۱۷۷ زره کسانو د نوملیکنې پروسه ترسره شوې چې تر بایومتریک وروسته تذکرې هم پرې ویشل شوي دي.

"د هېواد په کچه ټول ۸ اعشاریه ۲ میلیونو کسانو باندې د اصلي پړاونو ترسره کولو وروسته برېښنايي تذکرې ویشل شوي دي."

نوموړي ويلي: "د ګرځنده ټیمونو له لوري هېوادوالو ته د اسلامي امارت په راتګ سره سم د ۲ میلیونو ۱۷۷ زره کسانو برېښنايي تذکرو ویشل کېده چې د دې په ګډون د هېواد په کچه ټول ۸ اعشاریه ۲ میلیونو کسانو باندې د اصلي پړاونو ترسره کولو وروسته برېښنايي تذکرې ویشل شوي دي."

خو دې ادارې چارواکي دا هم مني چې په دې وروستیو کې دغه پروسه پڅه شوې ده.

دوی وایي دا مهال د برېښنايي تذکرو پرنټرونو کې تخنیکي ستونزې موجودې دي چې له هېواد بهر ترمیمېږي.

همدارنګه په خبره یې د تذکرو کارتونه هم ختم شوي چې تمه ده راتلونکې اوونۍ له بهره هېواد ته یې لومړنۍ محموله راورسېږي.

په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش او اخیستلو پروسه د تېر جمهوري حکومت پر مهال پیل شوه او ټولو افغانانو ته یې د یو ملي سند په توګه یې لرل لازمي وګرځول شول.

XS
SM
MD
LG