د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

د افغانستان پاسپورټ ریاست د 'الکترونیکي تذکرې' شرط بېلابېل غبرګونونه راپارولي


د افغانستان پاسپورټ
د افغانستان پاسپورټ

د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست د تازه پرېکړې په اړه د یو شمېر کابل ښاریانو منفي او مثبت غبرګون.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي دا پرېکړه نه‌یوازې دا چې پلي کېدل‌یې ستونزمن دي، بلکې خلک له جدي ستونزو سره هم مخ کوي.

که څه هم یو شمېر ورته خوشحاله بریښې، خو یو شمېر نور بیا په دې نظر دي چې باید په لومړي پړاو کې برېښنايي تذکرې عامې شوې وی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست په خپلې یوې تازه پرېکړه کې د پاسپورټ وېش او جوړول د کاغذي تذکرې له مخې ممنوع اعلان کړی دی.

د دې وزارت له لوري په یوې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له دې وروسته به پاسپورټ په برېښنايي تذکرې ورکول کېږي.

خو د دغه پرېکړې په اړه بیا د کابل ښاریان بېلابېل نظرونه لري.

الکترونیکي تذکره
الکترونیکي تذکره

خالد مومند وايي، دا ګام په راتلونکي کې د افغانستان په برېښنايي کېدو مثبت اغېر لري.

ښاغلی مومند زیاتوي: "موږ د دې پروسې ملاتړ کوو، د دې لپاره چې په کاغذي تذکرو کې له بده مرغه ستونزې ډېرې وې، کاغذي تذکرې به جعلي هم جوړېدلې. په ټوله کې د دغې پروسې پیل، موږ ستایو."

د کابل ښار بل اوسېدونکی بادام احمدزی بیا وايي که څه هم د ځینو لپاره دا کار ښه دی، خو په ټوله کې اوس دغه چاره خلکو ته ستونزې جوړوي.

دی وايي: "په ولایتونو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل شوې ده، ښه به دا وه چې دغه چاره په ولسوالیو کې هم پیل شوې وی، له هغې وروسته بیا ولس دغې پرېکړې ته خوشحاله کېده، زما په نظر هغه تذکره چې په درېیو میاشتو کې اخیستل کېږي او دلته ناروغان عاجل پاسپورټ ته اړتیا لري دا په ولس یو ډول فشار دی."

خو د افغانستان د احصائیې ملي اداره وايي، دغه پرېکړه یوازې په کابل ښار کې د عملي کېدو وړ ده.

د دې ادارې ویاندې روئینا شهابي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دغه پرېکړه د ټولو ښکېلو خواو په مشوره شوې.

روئینا شهابي
روئینا شهابي

اغلې شهابي وویل: "د احصائیې ملي ادارې له‌خوا چې کومه ژمنه موږ له ولس سره کولای شو، هغه دا ده چې پاسپورټ ریاست دې موږ ته د هغو کسانو لېستونه راوسپاري چې ناروغان وي، عاجل پاسپورت ته اړتیا ولري، موږ د هغو کار ته لومړیتوب ورکوو او له بایومټریک وروسته هغه رسید چې دوی ته ورکول کېږي د پاسپورټ ریاست د هغې رسید په شتون کې د دوی کار ژر خلاصوي."

د اغلې شهابي په خبره، شرایطو ته په کتو به دغه چاره نورو ولایتونو ته هم غځول کېږي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې اوس‌مهال د برېښنايي پېژندپاڼو د مرکزونو شمېر یوازې په کابل کې ۲۵ ته رسېږي او شاوخوا ۳ ملیونو کسانو د برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستو وړاندیز کړی چې تر دا مهاله شاوخوا ۲،۸ ملیونو وګړو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

دا پرېکړه داسې مهال ده چې له دې وړاندې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ اخیستل په کاغذي تذکره و.

XS
SM
MD
LG