د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

پکتیا کې برېښنایي پېژندپاڼو اخېستو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې


پکتیا کې د مالوماتو او شمېرنې ریاست
پکتیا کې د مالوماتو او شمېرنې ریاست

په پکتیا کې د برېښنایي پېژندپاڼو اخېستلو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې ده.

تراوسه په پکتیا کې ۷۰ سلنه نارینه او یوازې ۱۰ سلنه میرمنو تردې مهاله کاغذي پېژندپاڼې اخیستې دي.

د مالوماتو او شمېرنې ریاست وایي، چې په کاغذي تذکرو په ډېرې اسانۍ سره د جعل او فساد له امله په پکتیا کې لس زره جعلي کاغذي پېژند پاڼې ویشل شوي.

وروسته له هغې چې په پکتیا کې د برېښنایي تذکرو د ویش دفتر پرانېستل شو، ګڼ شمېر کسان د دغو تذکرو د اخېستلو موخه د فورمو ډکولو لپاره دې دفتر ته ورځي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکی سیدجمال الدین اصف خېل وایي، ولایتي اداره دې د دې تذکرو د ویش لپاره خپل امکانات لا زیات کړي.

هغه وویل: "د پکتیا اوسېدونکي زیاتره دې ته لېواله دي چې برېښنایي تذکره واخلي، ولې له حکومت مو هیله داده چې ټول امکانات برابر کړي، څو خلکو ته دا تذکرې وویشي، ځکه دا تذکرې د فساد له منځه وړلو او نورو چارو لپاره ګټورې دي."

په پکتیا کې د مالوماتو او شمېرنې د دفتر د مالوماتو له مخې په دې ولایت د برېښنایي پېژندپاڼو لپاره د فورمو وېش د جوزا میاشتې له لسمې نېټې پیل شوی او تر اوسه نږدې ۶۰۰ فورمې ویشل شوي دي.

په پکتیا کې د برېښنایي تذکرو د ویش لپاره د خلکو لېوالتیا په داسې حال کې ډېره شوې، چې وخت ناوخت په کاغذي تذکرو کې د پراخ فساد او جعل خبرونه ورکول کېږي.

د پکتیا د احصایې او مالوماتو دفتر
د پکتیا د احصایې او مالوماتو دفتر

د پکتیا د احصایې او مالوماتو دفتر وایي، په دې ولایت کې تر اوسه شاوخوا لس زره جعلي کاغذي پېژندپاڼې ویشل شوي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش سره به یې مخه ونیول شي.

د دې ریاست مشر محمد اضغر صدیقیار وایي: "زموږ تحلیل داسې ښیي، چې د جعلي تذکرې تعداد له لس زرو نه واوړي، له یوې د پروژې وخت کم و له بلې انتخاباتو ته عاجله و، نو دومره صفایي چې د افغان هویت لپاره باید شوي وای، هغه نه ده شوې."

د صدیقیار په خبره د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش سره سم که له یوې خوا د فساد او جعل مخه نیول کېږي له بلې خوا به د دې ولایت کره نفوس هم مالوم شي.

دی وایي، دا مهال د پکتیا نفوس ۶۰۱۲۳۰ تنه اټکل شوی، چې له جملې یې ۲۹۳۶۵۱ مېرمنې دي خو دده په ټکو د دې ولایت نفوس نږدې یو میلیون کسانو ته رسېږي.

دی وایي، د دې نفوس له منځه یې اویا سلنه نارینه او یوازې لس سلنه مېرمنو تر اوسه کاغدي پېژندپاڼې جوړې کړي دي.

د پکتیا په ګاونډ کې پروت د پکتیکا ولایت اوسېدونکی عبدالطیف چې د ۲۵ کسیزې کورنۍ مشر هم دی، ۳۰ کلونو پورته عمر لري دی وایي، د تذکرې د ترلاسه کولو لپاره د اوږدې پروسې د طۍ مراحل کولو له امله یې تر اوسه ده او د کورنۍ ۲۲ غړو پېژندپاڼې نه دي اخیستي.

د دې کورنۍ غړی مبارز خروټی وایي، دوی د کلتوري ستونزو او د خلکو د پېغور له امله خپلو مېرمنو ته د پېژندپاڼې د اخېستلو زړه نشي ښه کولی.

هغه زیاتوي: "موږ ۲۵ نفره یو، چې زموږ په ټوله کورنۍ کې یوازې درې نفرو تذکرې اخیستي دي، نورو ځکه نه دي اخیستي چې ضرورت ورته نه دی پېښ شوی او مېرمنو ته مو ځکه نه دي اخیستي، چې کلتور اجازه نه راکوي او دوی ته تذکرې اخېستل پېغور ګڼل کېږي."

په ولایاتو کې د اټکلي نفوس له مخې د خلکو شمېرنه یوه بله هغه ستونزه ده، چې لا تراوسه نه ده حل شوې او همدې نفوس ته په کتو هر ولایت ته خدامات، تشکیل او بودیجه ورکول کېږي.

سره د دې چې د سوېل ختیځ زون په ولایاتو کې له هغه شمېر چې د احصایي ریاست لخوا اعلان شوي، څو برابره ډېر خلک مېشت دي.

دوی هیله من دي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو په ترلاسه کولو سره به ډېرو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.

XS
SM
MD
LG