د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

د برېښنايي تذکرو د وېش پر سر د اختلافاتو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش د پیل او په تړاو یې د اختلافونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، دا چې ولسمشر غني او یو شمېر نورو لوړو پوړو دولتي چاروکو د تېرې پنجشنبې په ورځ برېښنايي تذکرې واخیستې او اجرائیه رئیس یې مخالفت وکړ دا څه نه وې خبره نه ده او د تذکرو د وېش تر پیل دمخه هم دا اختلافونه موجود وه.

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره، له بده مرغه چې په افغانستان کې ډېرو مسایلو ته له یوې ملي زاویې نه کتل کېږي، څوک ورته د قومې تعصب له زاویې ګوري، څوک ورته د ګوندي تعصب او څوک ورته د خپلو سیاسي او شخصي اغراضو له زاویې.

ورځپاڼه لیکلي، نو داسې ښکاري چې حکومتي مشرانو د ملت حال او غوښتنې هېرې کړي ځکه ملت تر هر څه وړاندې امن غواړي کوم چې دلته نشته.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې ولسمشر تېروتنه کړې ده.

ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور ولسمشر د هغه قانون له مخې چې خپله یې لاسلیک کړی او اختلافي موارد په کې دي د برېښنايي تذکرو وېش پیل کړی چې دا به ستونزې ډېرې او د خلکو یوالی به اغیزمن کړي.

په سرمقاله کې راغلي، ولسمشر وغوښتل په دې کار سره د کابل د وروستي ترویستي برید د مخنیوني په تړاو د حکومت له کمزوریو د خلکو پام بلې ته کړي.

ورځپاڼې سپارښتنه کړې چې ولسمشر باید تر یوې ملي اجماع پورې دا بهیر ودروي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې، په دې اړه د احمدشاه مسعود د بنسټ د مشر احمد ولي مسعود په حواله لیکلي چې دا یو انتخباتي کمپاین و خو په دې توګه نه څوک رایئ راټولولی شي او نه هم ملي رهبر کېدلی شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼه بیا لیکي چې افغان ولس په پراخه کچه د برېښنايي تذکرو د وېش د پیل هرکلی کړی دی او د دغه ملي بهیر د تحقق او د ملي هویت د خونديتوب لپاره یې د دغو تذکرو د اخیستلو لپاره تیاری ښودلی دی.

د هېواد په سرمقاله کې په دې اړه وړاندې راغلي، دا تذکرې امنیت او اقتصادي رفاه رامنځته کوي او دغه شان عدالت او ټولنیز حقونه تامینوي او د هېواد د ښې راتلونکې لپاره لوی پروګرام دی.

د هېواد سرمقتاله لیکونکي هم د برېښنايي تذکرو د وېش پر سر د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافونو ته اشاره کړې، خو ویلي چې اوس د دغه بهیر په وړاندې ټول خنډونه له مخې پورته شوي او پکار ده چې ټول ملت دغه تذکرې تر لاسه کړي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د وګړو د احوالو د ثبت د مرکزي ادارې د ویاند په حواله لیکلي چې د برېښنايي تذکرو د وېش لړۍ به دوام وکړي او روان اختلافات به دغه بهیر اغېزمن نه کړي.

XS
SM
MD
LG