د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

روح الله احمدزی: د برېښنايي تذکرو د وېش بهیر به دوام پیدا کړي


په داسې حال کې چې د ملي وحدت د حکومت د مشرانو ترمنځ د برېښنايي تذکرو د وېش پرسر اختلاف رامنځته شوی د هېواد د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره وايي، د دې تذکرو وېش ته به دوام ورکړي.

د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره وايي چې د برېښنايي تذکرو د وېش د بهیر له پیلېدو سره ولسمشر اشرف غني او لسګونه نورو افغانانو خپلې تذکرې ترلاسه کړې.

د دې ادارې ویاند روح الله احمدزي پرون آزادي راډیو ته وویل چې د حکومت د مشرانو ترمنځ روان اختلاف به د بریښنايي تذکرو د وېش پر بهیر اغېز ونه کړي.

ښاغلي احمدزي وویل چې پرون شااوخوا پنځوس کسانو نوې تذکرې واخیستې او دا بهیر به دوام وکړي:

احمدزی: پرون پنځوسو تنو نوې تذکرې واخیستې
احمدزی: پرون پنځوسو تنو نوې تذکرې واخیستې

"ولسمشر او نورو دولتي چارواکي راغلل او د الکترونیکي تذکرو د وېش ملي بهیر یې رسماً پیل کړ، شااوخوا پنځوسو کسانو ته چې پخوا بایومتریک شوي او په سیسټم کې شامل شوي وو، تذکرې تیارې چاپ شوې وې او ورکړل شوې، تر شپږو میاشتو پورې به موږ په همدې ډول خپل کار ته دوام ورکړ او بیا به د لويو ولایتونو مرکزونو ته ځو."

ښاغلی احمدزی وايي، په کابل کې د برېښنايي تذکرو د وېش یو مرکز راتلونکې اوونۍ او څلور نور تر شپږو میاشتو پورې پرانیستل کېږي او له پلازمېنې وروسته به دا پروسه لویو ولایتونو- هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ته هم وغځېږي.

خو د حکومت اجرائیه رئیس له دې پروسې سره مخالفت څرګند کړی او نامشروع یې بللې ده.

عبدالله عبدالله پرون وویل چې په دې برخه کې تراوسه د هېواد او حکومت په کچه ملي اجماع نه ده رامنځ ته شوې.

ښاغلي عبدالله مخکې هم ویلي و چې د بریښنايي تذکرو وېش د هېواد د یوې لویې ملي مسئلې په توګه زیات بحث ته اړتیا لري.

له بلې خوا د ولسي جرګې دوهم مرستیال امیرخان یار وايي چې که څه هم د بریښنايي تذکرو د ویش قانون تصویب شوی او دا موضوع بیا د جرګې په اجنډا کې نشي شاملېدای، خو تمه ده چې وکیلان د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې په امتیازي وخت کې د بریښنایي تذکرو د وېش پرسر د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلاف په اړه بحث وکړي:

امیر خان یار
امیر خان یار

"په رسمي شکل خو دې بحث ته نورنو د پای ټکی ایښودل شوی دی، دا مسئله موږ نه په اجنډا کې لرو او نه به راشي، خو یوازې په امتیازي وخت کې چې وکیلان خپل نظر څرګندوي، په هغه کې کېدای شي ځیني وکیلان موافق او ځینې مخالف نظرونه څرګند کړي، خو د اداري پلاوي او زما شخصي نظر دادی چې دا یوه ملي پروسه ده او باید له ځنډ سره مخامخ نشي."

د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې د بریښنايي تذکرو د وېش په مقصد د هېواد د وګړو د بایومټریک چارې تېرکال په سلواغې یا دلوې میاشت کې پیل کړې.

د دې ادارې له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تراوسه شااوخوا دوه زره کسانو چې ډېری دولتي چارواکي دي د بایومټریک پروسه بشپړه کړې ده.

په بریښنايي تذکرو کې پر شخصي مشخصاتو سربیره د وګړو ملت، قوم او دین هم لیکل شوي.

ځینو کړیو په دې اسنادو کې د ملت لپاره د افغان له لیکلو سره هم مخالفت څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG