د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

افغان ولسمشر په افغانستان کې د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه


نن په افغانستان کې رسماً د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پیل شوه او ولسمشر محمد اشرف غني لومړنۍ الکترونیکي تذکره واخیستله.

په داسې حال کې چې خلک له وروستیو خونړیو پېښو شدیداً اغېزمن دي خو په هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پیل شوه.

ولسمشر محمد اشرف غني د لومړنۍ الکترونیکي تذکرې له اخیستلو وروسته په لنډو خبرو کې وویل چې دغه لړۍ په دې دلیل له وروستیو حملو وروسته پيلوي چې په خبره یې انتحاریان له جعلي تذکرو استفاده کوي.

د ښاغلي غني په خبره د الکترونیکي تذکرو په وېشلو سره به د سو استفادې مخه ونیول شي.

ولسمشر وايي، الکترونیکي تذکرې د افغانانو ملي هویت دی:

غني: الکترونیکي تذکرې د افغانانو ملي هویت دی.
غني: الکترونیکي تذکرې د افغانانو ملي هویت دی.

"ولې مو دا پروسه نن پیل کړه احمد شاه مسعود به په ویاړ ویلي چې افغان او مسلمان یم، دا زموږ ملي هویت دی او یووالي مو پکې نغښتی دی له هر ځای څخه چې یو کولای شو ډېر په اسانۍ دغه تذکره ترلاسه کړو."

ولسمشر غني همدا راز وویل چې د برقي تذکرو وېش د یوه قانومند نظام او متوازن پرمختګ پر لورې مهم ګام دی.

نوموړی وايي، د الکترونیکي تذکرو وېش د کاغذي تذکرو د لړۍ د درېدولو په معنا نه دي بلکې دا دواړه پروسې به په موازي توګه مخ ته ځي.

د الکترونیکي تذکرو د بایومټریک پروسه د تېر لمریز کال د دلوې په میاشت کې په جمهوري ریاست کې پیل شوه.

ولسمشر، د افغانستان لومړۍ مېرمن او د ولسمشر دوهم مرستیال لومړني کسان وو چې د الکترونیکي تذکرو په بایومټریک پروسه کې یې خپل معلومات ثبت کړل.

د بایومټریک پروسې له پېلېدو سره همهاله ځینو کسانو د افغان له کلیمې سره مخالفت وښود او ان دا یې وویل چې نه غواړي الکترونیکي تذکرې واخلي.

اجرائیه ریاست هغه مهال له یادې پروسې سره د مخالفت ترڅنګ ویلي و چې د الکترونیکي تذکرو وېش د یوې ملي قضیې په توګه زیاتو بحثونو ته اړتیا لري او په کار ده چې په دې برخه کې ملي اجماع رامنځته شي.

که څه هم د بایومټریک پروسه د یوې لنډې مودې لپاره ځنډېدلې وه، خو بېرته بیا پیل شوه.

د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش، د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي، د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار او یو شمېر نورو حکومتي چارواکو هم الکترونیکي تذکرې واخیستې.

په الکترونیکي تذکرو کې د شخصي مشخصاتو سربېره، د ملیت، دین او قوم په اړه هم معلومات پکې درج کېږي.

د الکترونیکي تذکرو د وېش په اړه مخالفتونه د افغان کلمې د لیکولو په غبرګون کې مطرح کېږي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یو ځل بیا د الکترونیکي تذکرو د وېش له لړۍ سره مخالفت وښود.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرې ناستې پرمهال د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ غیرې قانوني او ناکامه وبلله:

"دا ستونزه نه حل کوي بلکې زیاتوي یې هم نو له همدې کبله په دغه پریکړه کې شریک نه یم او شریک به هم نه شم او ټول په دې پوهېږو چې دغه پروسه کوم ځای ته نه رسېږي."

د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ په داسې حال کې پیلېږي چې د کاغذي تذکرې د وېشلو بهیر هم د حمل د میاشتې په ۲۵ نېټه پیل شو دی.

له بلې خوا د ثبت او احوال د نفوسو ادارې مشر همایون محتاط وايي الکترونکې تذکرې د ټولنې پر بېلابېلو برخو خپلې مثبتې اغېزې لري او خلک باید پکې ونډه واخلي.

  • پخواني معلومات

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړنۍ الکترونیکي تذکرې په اخیستلو سره رسماً په افغانستان کې د برقي تذکرو د وېش لړۍ پیل کړه.

ښاغلي غني د تذکرې له اخیستلو وروسته په لنډو خبرو کې وویل چې د برقي تذکرو وېش د نظام جوړونې او متوازن پرمختګ لپاره مهم ګام دی.

ولسمشر وايي، ترورېستان او هغوی چې انتحاري حملې کوي له جعلي تذکرو استفاده کوي، خو د برقي تذکرو په وېشلو سره به تر ډېره دغه ستونزه حل شي.

په ورته وخت کې د نفوسو او احوالو د ثبت ادارې مشر همایون محتاط وايي، د برقي تذکرو وېش د ټولنې په ټولو برخو مثبت اغېز لري او خلک باید په‌کې ونډه واخلي.

  • پخواني معلومات

ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه په افغانستان کې د الکترونیکي تذکرو د ویش بهیر رسماً پیل شي.

په‎دې مناسبت به په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته افغان ولسمشر وینا وکړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سلواغې په ۲۶مه د برښنایي تذکرو لپاره د اسنادو د فورمو چارې بشپړې کړې، خو تذکره‌یې نه‎ده اخیستې.

د دې تذکرو پر سر د ارګ او اجرائیه ریاست اختلافات و، اجرائيه ریاست د سلواغې په میاشت کې ویلي و چې دغه موضوع دې په دولتي کچه د یوه بحث له لارې هواره شي، بیا دې د تذکرو د وېش چارې پیل شي.

XS
SM
MD
LG