د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

فعالانې: پکتیا کې دې د ښځو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو مرکزونه ډېر شي


یو شمېر مېرمنې په پکتیا کې د برېښنايي تذکرو د مرکزونو زیاتوالی غواړي
یو شمېر مېرمنې په پکتیا کې د برېښنايي تذکرو د مرکزونو زیاتوالی غواړي

د پکتیا اوسېدونکي او د ښځو د برخې فعالانې له افغان حکومت غوښتنه کوي چې د خلکو د اسانتیاوو په خاطر دې، د دې ولایت په ولسوالیو کې هم د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونه فعال کړي.

دوی د پېژندپاڼو د ارزښت په اړه د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د پوهاوي ټیټه کچه هم یوه ستونزه ګڼي او وايي، اړوندې ادارې دې دې برخه کې خلکو ته هر اړخېز پوهاوی ورکړي.

بل لوري ته د پکتیا چارواکي په ولسوالیو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د مرکزونو د نشتون ستونزه مني او وايي، نږدې راتلونکې کې به د دې ولایت په یو شمېر لېرو پرتو ولسوالیو کې د برېښنايي تذکرو مرکزونه جوړ شي.

ارشیف
ارشیف

له کوم وخت راهیسې چې په افغانستان کې د برېښنایي پېژندپانو د وېشلو لړۍ پیل شوې، د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک دې پروسه کې د ځینو ستونزو او نیمګړتیاوو څخه شکایت کوي.

تر اوسه په پکتیا کې د ښځو او نارینه‎وو لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو یوازې یو-یو مرکز فعال شوی چې د دې سیمې اوسېدونکي د خلکو څومره والي ته په کتو دغه لړۍ کمزوري ګڼي.

دوی وایي، که له یوې خوا په ولسوالیو کې د برېښنایي پېژندپانو د وېش مرکزونه نشته بل لوري ته په مرکز ګردېز کې هم دغه پروسه لازمه چټکتیا نه لري.

مدني فعالې زرمینه همت د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "په دې خاطر چې زموږ خویندې او وروڼه د خپل هویت څخه برخمن شي، باید خپلې تذکرې واخلي او د دې مرکزونه او پروسه باید ولسوالیو ته هم وغځیږي، څو زموږ ټولې خویندې له برېښنايي تذکرو برخمنې شي. "

تر اوسه په پکتیا کې د ښځو او نارینه‎وو لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو یوازې یو-یو مرکز فعال شوی
تر اوسه په پکتیا کې د ښځو او نارینه‎وو لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو د وېشلو یوازې یو-یو مرکز فعال شوی

د پکتیا د لېرې سیمو نارینه هم په ولسوالیو کې د برېښنايي پېژندپاڼو د مرکزونو د جوړولو غوښتنه کوي.

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسیدونکی میراکبر جان وايي، تر اوسه د دوی په ولسوالۍ کې د برېښنايي تذکرو د ويش مرکز نه دی جوړ شوی.

دی وايي، هرې ولسوالۍ کې باید نارینه‎وو او ښځینه‎وو ته د تذکرو مرکزونه فعال شي، څو ورته اسانتیا جوړه شي.

په ټوله کې د تذکرو په اخېستلو کې یو مهمه ستونزه د تذکرو په ارزښت نه پوهېدل دي.

د ښځو د یو بنسټ مشرې زرمینه شمس وویل، په ښاري سیمو کې ښځو لپاره د تذکرو په اخېستلو کې ډېرې ستونزې نشته، خو په ولسوالیو او لېرې پرتو سیمو کې ښځې او نارینه دا اسانتیا نه لري.

دې زیاته کړه، اصلاً په دې اړه خلکو ته لازم پوهاوی نه دی ورکړل شوی او هغوی هغه وخت د تذکرې اخېستلو لپاره مراجعه کوي چې د کومې قانوني ستونزې سره مخامخ شي.

د ښځو د یو بنسټ مشره زرمینه شمس
د ښځو د یو بنسټ مشره زرمینه شمس

بل لوري ته د پکتیا چارواکي ولسوالیو کې د برېښنايي پېژند پاڼو د مرکزونو د نشتون ستونزې مني، خو وايي چې په دې اړه يې هڅې پیل کړي، څو په نږدې راتلونکې کې دا ډول مرکزونه په ولسوالیو کې هم فعال کړي.

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وویل، په نږدې وخت کې به د یاد ولایت څمکنیو، اریوب ځاځيو، زرمت او ځینو نورو ولسوالیو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش د مرکزونو فعالیتونه وغځوي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې په پکتیا کې د برېښنایي پېژندپانو د وېشلو یوازې۲مرکزونه فعال دي چې یوه مرکز کې یې ښځینه کار کوونکې د ښځو لپاره په دې برخه کې د خدمتونو پر وړاندې کولو بوختې دي.

XS
SM
MD
LG