د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

یو شمېر افغانان: د طالبانو حکومت د برښنايي تذکرو بيې لوړې کړي


یو شمېر افغانان شکایت کوي، چې د طالبانو په حکومت کې د برښنايي تذکرو بیې لوړې شوي دي.

د کابل ښار يو اوسېدونکی چې نه‌غواړي نوم يې راپور کې ياد شي وايي: "پخوا خو ۳۰۰ افغانۍ وې، تر هغې پخوا ۱۰۰ افغانۍ وې، اوس بیخي ډېرې شوي."

د کابل ښار دغه اوسېدونکی وايي، د پنځو ماشومانو پلار دی، تېره اوونۍ یې برښنايي تذکرې اخیستې او د سړي سر یې ۵۰۰ افغانۍ ورکړي دي.

هغه وايي، دا بیه ډېره لوړه ده او ډېر خلک په ځانګړي ډول هغه کسان چې د کورنۍ غړي يې ډېر وي، نه يې شي ورکولی.

نوموړی وايي: "ما خپله ۵۰۰ افغانۍ ورکړې، په کورنۍ کې اووه نفره یوو، ۳۵۰۰ افغانۍ مو ورکړې. پیسې یې اوس ډېرې زیاتې شوي، پخوا خو ۳۰۰ افغانۍ وې، تر هغې پخوا ۱۰۰ افغانۍ وې، اوس ډېرې شوي، خلک ډېر ناراضه دي، له دې قیمت یې."

د کابل ښار بل اوسېدونکی نسیم ستانکزی هم ورته خبره کوي او وايي، تېره اوونۍ يې د خپلې اووه کسیزې کورنۍ غړو ته برښنايي تذکرې اخیستي.

نسیم ادعا کوي چې کله د احصايي د ملي ادارې له‌خوا ټکټ ورکول کېږي په‌کې ۳۰۰ افغانۍ لیکل شوي وي، خو په خبره یې وروسته له خلکو ۵۰۰ افغانۍ اخيستل کېږي.

نوموړی وايي: "زما خو سر ورباندې خلاص نه‌شو، کارکوونکو ته مې هم وویل چې تاسو ټکټ د ۳۰۰ ورکوئ او اخلئ ۵۰۰، هغوی ویل دا ټکټونه پخواني دي. دا ډېره مشکله ده، خلک اقتصادي ستونزې لري، نه یې شي اخیستلای."

ارشیف: د یوه افغان وګړي برښنايي تذکره
ارشیف: د یوه افغان وګړي برښنايي تذکره

سراج د خوست ولایت اوسېدونکي ۴۰ ورځې وړاندې د خپلې کورنۍ غړو ته هره برښنايي تذکره په ۳۰۰ افغانۍ اخیستې، خو دی هم وايي چې اوس یې بیې نورې هم پورته شوې.

سراج وايي: "ګڼه ګوڼه ډېره وه، بیا یې موږ ته یوه اوونۍ وخت راکړ د بایومټریک لپاره، د هرې تذکرې پر سر مو ۳۰۰ افغاني ورکړې، اوس ۵۰۰ افغانۍ شوې. ۱۵ ورځو کې مو تر لاسه کړه، ۵۰۰ افغانۍ خلکو ته ډېرې دي اوس وخت کې کارونه ډېر محدودې دي، خلک کاروبار هم نه‌لري. خوست کې سږ کال فصلونه وځپل شول، نو خلک ان د ژوند د تېرولو وس هم نه‌لري."

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره هم دا خبره مني، خو لاملونه یې هم په ګوته کوي.

د يادې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ازادي راډیو ته وویل: "درې عمده لاملونه چې د تذکرو قیمت یې لوړ کړ. یو دا چې کله موږ د برښنايي تذکرو براورد وکړ، موږ ته یوه تذکره کابو ۵۷۰ افغانۍ تمامېږي، بل دا چې پخواني حکومت ډېر تمویلوونکي درلودل او له موږ سره نه‌شته. بل په نړیوال بازار کې د تذکرو د کارټونو او د وسایلو د بیې زیاتوالی هم دی. دا هغه عوامل دي چې په عموم کې د برښنايي تذکرو په قېمت اغېز کوي."

نوموړی زیاتوي چې، دا مهال دوی په پلازمېنه کابل کې ۱۷ او په ولایتونو کې ۵۷ د برښنايي تذکرو د وېش مرکزونه لري او په ورځني ډول خلکو ته ۱۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰۰ برښنايي تذکرې وېشي.

د برښنايي تذکرو د وېش بهیر په تېر جمهوري نظام کې پیل شو.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې شا او خوا څلور میاشتې مخکې ویلي و، چې تر اوسه څه باندې نهه ميلیونه کسانو برښنايي تذکرې اخیستې دي.

يادې ادارې دا خبره هم کړې وه، چې په د طالبانو د حکومت له‌خوا په نویو چاپ شویو برښنايي تذکرو کې د جمهورت لوګو د پخوا په پرتله لویه شوې، د کورنیو چارو وزارت نوم ترې لرې شوی او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې نوم په‌کې زیات شوی دی.

دغه شان د دوی په خبره، د ولایت تر څنګ د ولسوالۍ نوم هم ور زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG