د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۳

سرخط: لیرې نه‎ده چې ولس له برښنايي تذکرو تېر شي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د راولاړې شوې لانجې او په افغانستان کې د برښنايي تذکرو د وېش په وړاندې د ځنډ په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو حضور تأیید کړ.

په مطلب کې راغلي د نوموړي هېواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وروسته له دې چې امریکا پر پاکستان د طالبانو د پناه ځایونو په خاطر فشارونه زیات کړل ویلي، په پاکستان کې د افغانستان د حکومت د وسله‎والو مخالفینو د حضور ادعا نه‎ردوم، خو دا ډلې ممکن د پاکستان په خاوره کې په نا منظم ډول حضور ولري.

۱۷ کاله کېږي چې افغانستان کې امریکايي ځواکونو ته د پاکستان له لارې تجهیرات رالېږل کېږي.

په مطلب کې راغلي، خواجه اصف له جیو نیوز خصوصي ټلوېزېون سره په مرکه کې د پاکستان په خاوره کې د حقاني شبکې د حضور په اړه د امریکايي او افغان چارواکو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، دا ادعا کاملاً نه‎ردوم، موږ یوازې دا خبره کوو چې دوی زموږ په خاوره کې په تنظیم شوي ډول نه‌اوسي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د موضوع په تړاو د یو شمېر پاکستاني ورځپاڼو په حواله لیکلي، د دغه هېواد چارواکي په دې بوخت دي چې څنګه امریکايي ځواکونو ته، هغوی چې په افغانستان کې مېشت دي، د پاکستان د تجهیزاتو او خوراکي موادو رسولو لار بنده کړي.

په مطلب کې راغلي، اسلام‎اباد دغه کار امریکا سره د ډیپلوماتیکو اختلافونو وروسته کوي، خو په مطلب کې دا هم ویل شوي چې په دې اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه‎ده شوې.

د مطلب لیکوال لیکي:

۱۷ کاله کېږي چې په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته د پاکستان له لارې تجهیرات او خوراکي مواد رالېږل کېږي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د برښنايي تذکرو په وېش کې د ځنډ په تړاو د افغان حکومت د اجرائیه رئیس د تېرې ورځې څرګندونې راخیستي چې برښنايي تذکرې د افغانستان د ټولو خلکو د قناعت پرته نه‌وېشل کېږي.

په مطلب کې راغلي، عبدالله عبدالله ویلي چې د برښنايي تذکرو په وېش سره باید ملي یووالی رامنځته شي، نه ملي نفاق.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا همدا موضوع په خپله سرمقاله کې راخیستې ده.

ورځپاڼه لیکي، لیرې نه‎ده چې ولس له برښنايي تذکرو تېر شي.

په سرمقاله کې راغلي، که د څو نفرو فرمایشونو ته غوږ نیول کېږي، نو بیا دا تذکرې تر قیامته هم نه‌وېشل کېږي.

سرمقاله لیکونکی لیکلي، که د ۳۰ میلیونه وګړو د برخلیک خبره وي او بیا هم حکومت د ۳۰ کسانو خولې ته ګوري دا بیا حکومت نه‎شي کېدلای.

ورځپاڼه وايي، حکومت باید په دې مسئله کې خپل موجودیت ثابت کړي، ځکه د ورځپاڼې په باور که دغه لړۍ تر دې زیاته ځنډول کېږي حکومت به خلکو ته ناکاره او بې‌وسه ښکاره شي.

XS
SM
MD
LG