د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۲

احمدزی: لا هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د برښنايي تذکرو بایومټریک بهیر روان دی


په داسې حال کې چې د برښنايي تذکرې لپاره د ولسمشر غني له بایومټریک کېدو له درېیو اونیو ډېره موده اوړي، خو لا هم نوموړي خپله برښنايي تذکره نه‎ده اخېستې.

د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي اداره وايي، له ارګه بهر د برښنايي تذکرو د بایومټریک بهیر او د وېش د لړۍ پیلولو ته د ولسمشر د امر انتظار کوي.

د دغې ادارې ویاند روح‎الله احمدزي د يکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې لا هم په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د برښنايي تذکرو بایومټریک بهیر روان دی:

"دا بهیر خو اوس په ارګ کې روان دی، کله چې ولسمشر په نېږدې ورځو يا اونیو کې خپله تذکره واخېسته، نو له هغه وروسته بیا دغه بهیر موږ ټولیز کوو."

ښاغلی احمدزی وايي، تر دې مهاله څه باندې ۷۰۰ کسانو چې ډېری یې لوړ پوړي دولتي چارواکي دي، بایومټریک او د برښنايي تذکرو لپاره فورمې ډکې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دلوې میاشتې په ۲۶مه ولسمشر محمد اشرف غني، لومړنۍ مېرمنې بي بي ګل او د ولسمشر دوهم مرستیال د بایومټریک او برښنايي تذکرو لپاره د اسنادو او فورمو چارې بشړې کړي او د افغانستان د نفوسو د احوالو د ثبت مرکزي ادراې وویل چې ډېر ژر به ولسمشر خپله برښنايي تذکره تر لاسه کړي.

خو د ۲۴ ورځو تېرېدو وروسته لا هم ولسمشر خپله برښنايي تذکره نه‎ده اخېستې.

هڅه مو وکړه، په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نه‎شو.

له دې وړاندې د افغان حکومت اجرائیه ریاست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې لومړی دې دغه موضوع په دولتي کچه د يوه بحث له لارې هواره او بیا دې د دغو تذکرو وېش پیل شي.

په افغانستان کې د برښنايي تذکرو د وېش موضوع په تېرو څو کلونو کې د ولسي جرګې او حکومت تر منځ تر ټولو جنجالي موضوع وه چې په دې وروستیو کې د ملي شورا ګډې کمېټې د وګړو د ثبت او احوالو د قانون په تړاو، د ولسمشر د تقیني قرمان په تأيید سره ورته د وېش لار هواره کړه.

ټاکل شوې وه چې د برښنايي تذکرو وېش د جدي په ۱۱ مه رسماً پیل شوی وای، خو له دې وړاندې د افغانستان د نفوسو د ثبت او احوالو مرکزي ادارې ویلي وو چې د برښنايي تذکرو وېش د ولسمشر د بوختیاوو له امله ځنډېدلی دی.

خو له دې ټولو سره-سره د سیاسي چارو افغان کارپوه یونس فکور بیا د برښنانې تذکرو د وېش د لړۍ د ځنډېدو لامل د ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست ترمنځ خپل منځي اختلافات بولي.

افغان کارپوه یونس فکور
افغان کارپوه یونس فکور

دی وايي:

"هغه اختلافات چې د ولسمشر او اجرائیه رئیس ترمنځ په دې تړاو وو، ولسمشر ورته توجه ونه‎کړه او يو اړخېز یې دغه بهیر په ارګ کې پېل کړل، نو اوس د ملي شورا مقاومتونو او په ټولنیزو رسنیو کې د ځېنو کړیو بحثونو او د عبدالله انګېرنو دغه بهیر ځنډولی دی."

ښاغلی فکور وايي، د برښنايي تذکرو د وېش په برخه کې اوس کوم قانوني خنډ نه‎دی پاتې او ښه به دا وای چې دواړو لوریو د برښنايي تذکرو د وېش په موضوع تفاهم کړی وای او بیا یې د بایومټریک او وېش لړۍ پېل کړې وای.

د نوموړي په خبره، بهتره دا ده چې د حکومت مشران په دې تړاو يوې هوکړې ته ورسېږي او ژر تر ژره دغه ملي بهیر چې ورسره په هېواد کې ډېرې ستونزې هوارېږي پېل شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG