د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۱۰

راځئ د جوګيانو د وضعیت په اړه وپوهېږو، حتی نارينه‌یې هم د ژوند له ستونزو ژاړي.

له افغان حکومته‌یې شکايت دا دی چې د دوی د ژوند د پرمختګ لپاره‌يې هېڅ کار نه‌دی کړی.

د مزار شريف ښار په يوه څنډه کې يوه هېره شوې ډله ژوند کوي.

د جوګيانو ټوله شتمني د دوی په وینا همدا د خټو کورونه دي.

ځمکې يې کرايه کړي.

ملا وورال په مزار شريف ښار کې د جوګيانو استازی دی.

پر همدومره ځمکه څلور کورنۍ، ۲۲ کسانو ژوند کاوه، نه ځای شته چې خوب وکړو او نه هېڅ.

دی زیاتوي:

"له بې‌ځايي په خپل مرګ راضي يو، که کډه وکړو کوچنيانو مو څه ډول ژوند وکړي؟ چېرته لاړ شو؟"

دا سپين ږيری سړی وايي، له دوی سره دوه ګونی چلند يې ډېر ځوروي.

موږ غواړو د نورو انسانانو غوندې ژوند وکړو، ځمکه ولرو، کوچنيان مو ښوونځي ته لاړ شي او موږ په دولت کې دنده ولرو.

جوګيان د یوولسمې پېړۍ په نيمايي کې افغانستان ته راغلل.

حاجي رنګين جوګي سندرغاړی دی.

هر کله چې يې د ژوند ناخوالې وريادېږي، ژاړي:

"خدای ته ژړا او زارۍ کوم او وايم چې موږ هم لکه د نورو غوندې ځمکه ولرو، سم ژوند وکړو، اولادونه مو ښوونځي ته ولېږو."

له دې ټولو ناهيليو سره، د رنګين غوندې جوګيان روښانه راتلونکې په موسيقي او سندرو کې لټوي.

د افغانستان په اساسي قانون کې جوګيان په صراحت د افغانانو په توګه په رسميت نه‌دي پېژندل شوي.

له همدې کبله دوی په اسانۍ سره نه‌شي کولای تذکره تر لاسه کړي.

د دې سند لرل د هر ډول اداري پروسې او ځمکې پېرلو لپاره مهم دی.

د نفوسو د احوالو د ثبت رئيس همایون محتاط دې ډلې ته بې‌پامي تائيدوي.

ښاغلی محتاط زیاتوي:

"دا خلک په تېرو لسيزو کې له پامه غورځول شوي دي، هېڅ‌چا د دوی ستونزو ته په جدي توګه پام نه‌دی کړی. فکر کوم زموږ مسئوليت دی چې يوه قانوني پروسه پيل کړو څو دوی د افغان قومونو له برخې وګڼل شي."

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، افغان چارواکي د افغانستان د جوګيانو شمېر له ۲۰ څخه تر ۳۰ زرو پورې اټکل کوي چې تر ډېره د دې هېواد په شمال کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG