د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

فیفا: د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې ډېټابېس د انتخاباتي درغلیو مخه نه‌شي نیولی


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فیفا اجرائیوي رئيس وايي، د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې لپاره د معلوماتو زېرمه او یا ډېټابېس به د جعلي تذکرو مخه ونه‌نیسي.

په انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو د نوم‌‎لیکنې لپاره د معلوماتو زېرمه او یا ډېټابېس جوړېدو سره د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ يا فیفا اجرائیوي رئيس وايي، د جعلي تذکرو او سټیکرونو د مخنيوي لپاره لاهم کمېسیون کافي ظرفیت نه‌لري.

یوسف رشید که څه هم د کمېسیون له دغې پرېکړې هرکلی کوي، خو وايي کمېسیون دا کار ډېر ناوخته پیل کړ او لاهم د جعل امکانات لیدل کېږي.

یوسف رشید
یوسف رشید

ښاغلي رشید د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په‌کار وه چې معلوماتي بانک نه‌یوازې کابل، بلکې په ولایتونو کې سیستم فعال شوی وی او له لومړۍ څخه دا پروسه په برښنايي ټکنالوژۍ سمبال شوې وی، ولې زموږ اندېښنه د جعلي تذکرو په اړه تر اوسه هم پر ځای پاتې ده، ځکه هغه پخوانۍ تذکرې چې د د نفوسو د احوال ثبتولو ادارې له‌خوا وېشل شوي تر اوسه دخیلې شوې نه‌دي، همدارنګه ځیني جعلي سټیکرونه بازار کې جوړ شوي دي کمېسیون دا ظرفیت نه‌لري چې ويې‌پېژني."

دغو بنسټونو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د نوم‌لیکنې د پروسې ارقام دقیق او معتبر نه‌دي او اندېښنه‌یې ښودلې وه چې د دغو شمېرو د وړاندې کولو لپاره د مېکانیزم نشتوالی د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې د پروسې شفافیت تر پوښتنې لاندې راوستی.

همدارنګه د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم ادعا کړې او ویلي يې وو، کوم سټیکرونه چې د انتخاباتو د کمېسیون له‌خوا د رأی ورکوونکو پر تذکرو لګول کېږي، په کابل ښار کې خرڅېږي.

همایون: د رأی ورکوونکو پر تذکرو نښلوونکي سټيکرونه په کابل کې خرڅېږي

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د رأی ورکوونکو د نوم‌لیکنې لپاره د معلوماتو زېرمه او یا ډېټابېس به د انتخاباتو شفافیت په بشپړه توګه تضمین کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له دوو ورځو راهیسې په ډېټابېس کې د نومونو ثبتول روان دي او ولایتونه هم له دې سیستم سره تړل شوي دي.

سید حفیظ‌الله هاشمي
سید حفیظ‌الله هاشمي

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"مشخصې ستونزې نه‌لرو، دا د شفافیت لپاره یوه غټه پروسه ده او مېکانیزم نور هم شفافوي، په دغه سیستم کې د لاسوهنې، تقلب او جعل مخه نیول کېږي، دا پروسه همدې اوونۍ کې شروع شوې او دا معلوماتي بانک به تر انتخاباتو او وروسته له انتخاباتو هم موږ سره وي."

ښاغلی هاشمي وايي، دقیقاً دا سیستم د انټرنټ له لارې کار کوي، اپلېکېشنونه جوړ شوي او ولایتونو ته ورکړل شوي دي، څو هغوی معلومات په سیستم کې زېرمه کړي او له مرکز سره ارتباط ونیسي.

نوموړي همدارنګه وویل، په مرکز کې د معلوماتو زېرمه یا ډېټابیس دا ټول معلومات له ځان سره ساتي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د رأی ورکوونکو له ډېټابېس وروسته به ورته سیستم د انتخاباتو د کاندیدانو لپاره هم جوړ شي چې یوازې د کمېسیون باوري کسان به ورته لاسرسی ولري.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG