د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

همایون: د رأیې ورکوونکو پر تذکرو نښلوونکي سټيکرونه په کابل کې خرڅېږي


د ولسي جرګې ځیني غړي ادعا کوي، کوم سټیکرونه چې د انتخاباتو د کمېسیون له خوا د رأیې ورکوونکو پر تذکرو لګول کېږي، په کابل ښار کې خرڅېږي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د شنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او امنیتی ځواکونو پر کړنو په انتقاد سره وویل چې که د انتخاباتو په وړاندې شته ستونزې لېرې نه شي، راتلونکي انتخابات به راڼه نه وي.

په ځینو سیمو کې د امنیت نشتوالی، له انتخاباتو سره د خلکو نه لېوالتیا، د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې لنډ بهیر او په کابل ښار کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سټیکرونو خرڅون، هغه موارد دي چې د ولسي جرګې د ځینو غړو په خبره، د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې خنډ ګرځي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون پرته له دې چې اسناد وړاندې کړي، ادعا وکړه چې کوم سټیکرونه چې د رأیو ورکوونکو پر تذکرو لګول کېږي، په کابل ښار کې خرڅېږي.

همایون همایون
همایون همایون

نوموړي وویل:

"په کابل ولایت کې د سټیکرونو کتابونه خرڅېږي، اکثره وکیل صاحبان او خلک چې غواړي په انتخاباتو کې کاندیدان شي، دغه کتابونه اخلي او پر جعلي تذکرو یې لګوي، نه پوهېږم چې د دغو انتخاباتو راتلونکی به څه وي."

دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته کېږي چې په پام کې ده، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات، د روان لمریز کال د میزان په ۲۸ مه تر سره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د وګړو د ثبت او احوالو مرکزي ادارې ویلي چې د ۱۰ میلیونو رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره یې تیاری نیولی دی.

په مرکز او د ولایتونو په مرکزونو کې د رأیو ورکوونکو د نومونو لیکل د روان لمزیز کال د حمل په ۲۵ مه پیل شوي چې د ثور تر ۲۳ مې نېتې پورې به دوام وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، په وروستۍ یوه اوونۍ کې په ټول افغانستان کې، یو لک او ۸۹ زرو کسانو نومونه لیکلي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د دارالانشاء سرپرسته شهلا حق چې د ولسي جرګې دغې غونډې ته بلل شوې وه، وویل چې د افغانستان وضعیت د نړیوالو معیارونو په شان د انتخاباتو لپاره مناسب نه دی، خو د نوموړې په خبره، کمېسیون هڅه کوي چې د جعل او درغلیو مخه په کې ونیسي.

مېرمن حق وویل، که اړتیا پېښه شي، د ولایتونو په مرکزونو کې به د نوم لیکلني د بهیر موده وغځوي.

دې د ولسي جرګې د ځینو غړو د دې ادعا پروړاندې چې د انتخاباتو سټیکرونه په بازار کې څرخېږي، داسي وویل:

"په دې برخه کې چې سټیکرونه او کتابونه دې غلا شي، تراوسه شواهد نه شته، خو یقین لرم چې د خلکو او د کمېسیون د همکارانو په مرسته به یې مخه ونیول شي."

د وګړو د ثبت او احوالو د مرکزې ادارې رئیس همایون محتاط چې دی هم د جرګې غونډې ته بلل شوی و، وویل چې د انتخاباتو لپاره ېې په شرایطو برابرو کسانو ته د تذکرو د وېش لړۍ ګړندۍ کړې .

د ده په خبره، د تذکرو د وېش په ځینو مرکزونو کې د خلکو ګډون کم دی او پکار ده چې د نوم لیکنې او د تذکرو د اخیستنې په برخو کې، خلکو ته عامه پوهاوی زیات شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG