د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

هند افغانانو ته د ویزو ورکولو پرېکړه کړې؛ درملنې لپاره تلونکي افغانان یې هرکلی کوي


د هند بیرغ
د هند بیرغ

د هند د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د افغانانو لپاره د ویزو د بیا پیلولو اعلان سره سم، یو شمېر هغه افغانان چې غواړي هند ته د درملنې لپاره ولاړ شي د دغې پرېکړې هرکلی کوي.

یو شمېر افغان ناروغان خوښ دي چې افغانانو ته د هند د ویزو ورکول بیا پیل شوي دي.

نږدې درې کاله وړاندې وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه نېټه بیاځلې واکمني تر لاسه کړه، هند په کابل کې خپل سفارت وتاړه او افغانانو ته یې انلاین ویزو ورکول هم بند کړل.

خو په دې وروستیو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې افغانانو ته یې د ویزو ورکول بیا پیل کړي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د پنجشنبې په ورځ د جولای په ۲۵مه نېټه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هند افغان اتباعو ته د ویزو ورکول پیل کړي، خو دا یې ونه ویل چې څنګه او له کومې ویبپاڼې څخه په استفادې، افغانان کولای شي د ویزې غوښتنه وکړي.

د کابل یوه اوسېدونکې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د تیر جمهوري نظام پر مهال د خپلې لور د درملنې لپاره هند ته تلله او د طالبانو له بیا واکمنېدو او د هند د ویزې له بندېدو وروسته ستونزو سره مخ شوې ده.

د کابل یوه اوسېدونکې وايي: که هند ویزې ورکړي نو د افغانستان خلکو لپاره به یو لوی سهولت وي.

هغه وايي: "کله چې ویزه بنده شوه، خلک له ستونزو سره مخ شول، ما به له ډاکتر سره انلاین خبرې کولې، خو هغه معاینات او درمل به په افغانستان کې نه وو، لنډه دا چې سمه درملنه نه کېده، که ویزې ورکړي نو د افغانستان خلکو لپاره به یو لوی سهولت وي."

په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله یو شمېر افغانان د درملنې لپاره پاکستان، ایران او هند ته ځي.

خو تېره اوونۍ یو شمېر ناروغانو او په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې د پاکستان حکومت د تورخم دروازه د ناروغانو پر مخ تړلې، پاکستاني چارواکو بیا دا موضوع رد کړه او ویې ویل چې دوی یوازې د هغه کسانو پر مخ دا دروازه بنده کړې چې په جعلي میډيکل او تحصیلي ویزو دې هیواد ته د تلو په هڅه کې دي.

د هرات اوسېدونکې ازیتا له ډېرې مودې راهیسې د خپلې کورنۍ د یوه غړي د درملنې لپاره د هند ویزې ته انتظار باسي او اوس د دې خبر په اورېدو ډېره خوشاله ده.

هغه وايي: "پلار مې د سږو ناروغي او ساه لنډي لري، په افغانستان کې یې درملنه ونه‌شوه او باید له هېواده بهر يې درملنه وشي، اوس چې دا خبر خپور شوی، هیله لرو چې د ویزې بهیر هم وویل شي څو خپل پلار او مور هند ته د درملنې لپاره بوځم."

د تېر جمهوري نظام پر مهال د هند د ویزو د ترلاسه کولو بهیر ډېره برخه د شهیر په نوم د یوه شرکت له لارې ترسره کېده، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې فعال نه دی.

خو اوس د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه لیکلي چې د ویزې لپاره تقاضا په انلاین بڼه مني.

د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته هند اعلان وکړ چې افغانان کولای شي د الکترونیکي ویزو غوښتنه وکړي، خو له څه مودې په تېرېدو سره دا ویزې هم پر افغانانو بندې شوې.

په تېرو درېیو کلونو کې د ناروغانو سربېره، د سلګونو افغان محصلانو زده کړې، د ویزو د نشتوالي له امله په ټپه درېدلي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG