د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

پاکستان د سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره د "ټي‌اې‌ډي" طرحه عملي کوي


د ټې‌اې‌‌ډي طرحې پر بنسټ یو سوداګریز موټر د خرلاڅې بندرې له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتی دی.
د ټې‌اې‌‌ډي طرحې پر بنسټ یو سوداګریز موټر د خرلاڅې بندرې له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته اوښتی دی.

پاکستان یوه نوې طرحه پیل کړې چې له مخې به يې د سوداګریزو باروړونکو موټرو چلوونکو ته اجازه ورکړل شي چې د منلو د موقتي سند "ټي‌اې‌ډي" پر بنسټ پاکستان ته ننوځي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ راپور ورکړى چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان او پاکستان قونسلانو د سوداګریزو باروړونکو موټرو چلوونکو د "ټي‌اې‌ډي" په نوم د موقت منلو تفاهم‌ليک لاسلیک کړی دی.

دغه تفاهم‌لیک به د سوداګریزو موټرو چلوونکو ته افغانستان او پاکستان ته د تګ راتګ اسانتیا برابره کړي.

ډان ورځپاڼې د خیبر پښتونخوا لپاره د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې د همغږي کوونکي ضیاالحق سرحدي له قوله ویلي چې لومړی سوداګریز موټر د خرلاڅي بندر له لارې له افغانستانه اوښتى دى.

هغه وویل چې په کابل کې د پاکستان سفارت افغان موټر چلوونکو او کلینرانو ته "ټي‌اې‌ډي" اسناد لېږلي دي.

په پېښور کې د پاکستان د حکومت جنرال قونسل حافظ محب‌الله، ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دوی به هم دغه اسناد پاکستاني سوداګريزو موټر چلوونکو ته ورکړي.

هغه زیاته کړې چې اوس افغان او پاکستاني سوداګر کولای شي د افغانستان او پاکستان هر ښار ته سفر وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سوداګر هم چې د پاکستان له لارې صادرات او واردات کوي، دغه سند د دوی د سوداګرۍ د اسانتیا په برخه کې اغېزمن بولي.

افغان سوداګر اکبر سادات ازادي راډيو ته وویل: "که دا طرحه د پاکستان د حکومت له‌خوا عملى شي د سوداګرو لپاره ډېره هيله بخښونکې ده او د سوداګريزو توکو د خرابېدو مخه نيسي. هند ته د پاکستان له لارې په ډېر ښه او معين وخت کې رسېږي. مخکې مې يو ټېلر د نيمروز پولې د چابهار بندر له لارې صادر کړي وو، يوه مياشت کې رسېدلى وو او ډېر لګښت يې وغوښت."

یو بل افغان سوداګر، انور افغان ځدراڼ وویل: "په اوس وخت کې د افغانستان او پاکستان سوداګر له ډېرو ستونزو سره مخ دي، کله يې يوه بندر کې دروي کله بل. د دې هوکړې په عملي کولو سره به سوداګرو ته ډېر سهولتونه او اسانتيا وې را منځته شي."

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خانجان الکوزي ازادي راډيو ته وویل چې د دې پروژې د عملي کېدو په اړه درې میاشتې مخکې هوکړه شوې وه.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خانجان الکوزی
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې یو مسوول خانجان الکوزی

الکوزي وویل: "دا طرحه نوې نه ده، درې مياشتې مخکې توافق شوى و، دا د سوداګرو لپاره نه ده، خاص د موټړو د عبور لپاره ده، ډرېورانو لپاره ده، هغه موټروانان چې پاکستان ته عبور کوي هغه ټرانسپورټ وزارت کې راجستر کېږي، هغه فورم ځي سفارت ته او سفارت د تېرېدو امر ورکوي د شپږو مياشتو لپاره."

د "ټي‌اې‌ډي" طرحه په داسې حال کې د سوداګریزو موټرو د تګ راتګ لپاره عملي کېږي چې پاکستان وخت نا وخت د پاسپورټونو او ویزو د نشتوالي له امله هغه هېواد ته د افغان سوداګریزو موټرو د داخلېدو په برخه کې ستونزې جوړې کړي.

وروستى ځل پاکستان د مارچ په ۳۱مه نېټه د تورخم دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته د سوداګریزو موټرو د چلوونکو پر مخ وتړله، د طالبانو حکومت هم ورته اقدام ترسره کړ چې ورسته بیا د دواړو لورو تر منځ له خبرو وروسته بېرته پرانیستل شوه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG