د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

د افغانستان او ایران ترمنځ د ډالرو پر ځای د ریال کارولو هڅې؛ افغان سوداګرو لپاره یې ګټې او زیانونه څه دي؟


ایراني ریال او امریکايي ډالر
ایراني ریال او امریکايي ډالر

د ایران د مرکزي بانک یو چارواکی وايي، د ایران او افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر منځ په دوه اړخیزه راکړه ورکړه کې د امریکايي ډالرو پر ځای د ریال په کارولو خبرې دوام لري.

د ایران د مرکزي بانک یو شمېر چارواکو ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په دې خبري کوي چې دوه اړخیزه راکړه ورکړه د ډالرو پر ځای په ریال وکړي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د دې هېواد د مرکزي بانک د مرستیال محسن کریمي له خولې خبر ورکړی چې له اوږدې مودې راهېسې پر ایران د بندیزونو د بې اغېزې کولو لپاره د ایران دولت د ډالرو د حذف او پر ځای په بهرنۍ سوداګریزه راکړه ورکړه کې د ریال د کارولو پروژه پیل کړې ده.

د ایران د مرکزي بانک دې چارواکي ویلي چې د دې کار موخه د ایران د خصوصي برخې د صادرونکو او اقتصادي فعالانو ملاتړ دی.

تر دې مخکې د ایران د مرکزي بانک رییس محمد رضا فرزین هم ویلي وو چې له روسیې، عراق او افغانستان سره د دې هېواد په سوداګریزه راکړه ورکړه کې د ریال کارول یې په کړنلاره کې شامل دي.

دې ایراني چارواکي په دې اړه افغانستان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د خپلو خبرو اترو د څرنګوالي په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د روانې اوونۍ د سه شنبې په ورځ پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر د ایران د مرکزي بانک له مرستیال محسن کریمي او د ایران د سوداګرۍ او خزانې د خونې له چارواکو سره په کابل کې د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت د سیاست جوړونې د مرستیال سلطان محمد ذبیر د لیدنې خبر ورکړ.

خو که چېرې ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه د ډالرو پر ځای په ریال شي د افغان سوداګرو لپاره به څه ګټې او څه زیانونه ولري؟

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په مشروط ډول دا چاره کېدای شي د افغان سوداګرو په ګټه وي، که‌نه په زیان به یې تمامه شي.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي، ازادي راډیو ته وویل: " که په دولتي نرخ زموږ ډالر تبدیل کړي، موږ تاوان کوو، ځکه چې په بازار کې ۶۰زره دي او په بانک کې ۴۰زره دي، موږ تاوان کوو او ښايي سوداګري ودرېږي، خو که پرېږدي چې موږ خپله هغوی ته تومان واستوو بیا یوه لاره لري."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی

الکوزی وايي، د دواړو هېوادونو دولتونه باید په دې موضوع خبرې وکړي او یوه روښانه پالیسي وړاندې شي.

یو شمېر افغان اقتصاد پوهان وايي، ډالر نړیوال او باثباته اسعار دي او افغانستان تل په خپلو راکړو ورکړو کې له ډالرو کار اخلي.

افغان اقتصادي شنونکي بشیر دودیال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ایران، پاکستان او افغانستان کمزوري هېوادونه دي چې نه شي کولی په راکړو ورکړو کې له قوي نړیوال اسعارو ځان وساتي او د ډالرو ثبات ډېر زیات دی، په دې توګه ایران غواړي چې د ډالرو تر سیوري لاندې یې خپل اسعار هم یو څه ثبات ولري."

اقتصاد پوهان دا هم وايي، وروسته له هغې چې پر ایران نړیوال بندیزونه عملي شول ان د افغانستان د پخواني جمهوریت پر مهال هم له دې هېواد سره راکړه ورکړه په ریال او یا د حوالو او پولي خدمتونو له لارې کېده.

دوی ټینګار کوي، دا چې د ایران اسعار ثبات نه لري او ډېر کله د سیاسي تحولاتو سره یې ارزښت بدلون مومي، نو هغه کسان چې په ریال کاروبار او راکړه ورکړه کوي، د دې امکان شته چې په یوه شپه کې خپل ټول شته له لاسه ورکړي.

د یادونې وړ ده چې ایراني ریالو په بېساري توګه په دې وروستیو کې د امریکايي ډالرو په وړاندې خپل ارزښت بایللی دی.

د اسعارو د نړیوالو بازارونو د معلوماتو پر بنسټ دا مهال یو امریکايي ډالر د ۴۲زرو ایراني ریالو سره تبادله کېږي په داسې حال کې چې د یو امریکايي ډالر ارزښت شاوخوا دوه اویا افغانۍ دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG