د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

ایران د ډالر په وړاندې د ریال د ارزښت د ټيټېدو د مخنیوي لپاره اقدامات کړي


ایران د امریکایي ډالر په وړاندې د خپلې پیسې د ارزښت د لا ټيټېدو د مخنیوي لپاره یو لړ نوي اقدامات کړي دي.

چارواکو وویل چې سرله ننه به حکومت پر ټولو، عادي وګړو او سوداګرو یو شان یو ډالر د ۴۲ زره ریالو په مقابل کې پلوري.

د ایران مرستیال ولسمشر اسحاق جهانګیري د دوشنبې د ورځې په وروستیو کې د کابینې له بېړنۍ غونډې وروسته وویل چې دغه اقدام به د ډالر د رسمي او مارکېټ د بیې د یو کولو لپاره اغېزمن وي.

جهانګیري وویل، له ۴۲ زره ریالو زیات که یو ډالر چا تبادله کړ، هغه به قاچاق وانګېرل شي او جدي قانوني چلند به ورسره وشي.

د ایران مرستیال ولسمشر اسحاق جهانګیري
د ایران مرستیال ولسمشر اسحاق جهانګیري

دغه اقدام وروسته له هغې کېږي چې د راپورونو له مخې، ریال د دوشنبې په ورځ نور هم راولوېد او په ازاد مارکېټ کې ۶۰ زره د یوه ډالر په مقابل کې تبادله شو.

امریکایي ډالر شااوخوا اوه میاشتې مخکې د تېرکال د سپټمبر په نیمايي کې له ۳۶ زره ریالو سره تبادله کېده.

په وروستیو کې ریال د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت تر ډېره د هغو اندېښنو له کبله چې ګواکې د امریکا متحده ایالات به د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه ووځي، له لاسه ورکړی دی.

د ایران مرستیال ولسمشرغیراقتصادي، غیرموجه او د نه وړاندوینې وړ عوامل، د ریال د ارزښت د ټیټېدو ترشاه عمده دلایل وبلل چې د ده په وینا، هدف یې د ریال سقوط دی.

هغه زیاته کړه چې په وروستیو اوونیو کې د هېواد د صادراتو د عوایدو له درکه، د لسګونو ميلیاردو ډالرو په ارزښت بهرني اسعار، ایران ته داخل شوي دي.

د جهانګیري په وینا، د ایران دښمنان او مخالفین په تېره امریکایان، له هغې راهیسې چې اټمي تړون شوی، ډېره هڅه کوي چې د ایران اقتصاد بې ثباته کړي او هغوی چې له ایران سره معاملې کوي، له دې کاره را وګرځوي.

د ایران د حکومت ویاند محمد باقر نوبخت د سې شنبې په ورځ وویل چې ایران د صادراتو عمدتاً د اومه تېلو او ګازو له درکه په کال کې د شااوخوا ۹۵ ميلیاردو ډالرو په ارزښت عواید ترلاسه کوي، حال دا چې واردات مو په کال کې ۸۰ ميلیارده ډالر دي.

د نوبخت په وینا، ایران په یوه اقتصادي جګړه کې ښکېل دی او دښمنان یې هم هڅه کوي چې اقتصاد ته مو ستونزې را ولاړې کړي.

XS
SM
MD
LG