د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

امریکا به نن پر ایران د لګول شویو بندیزونو جزیات په ډاګه کړي


متحدایالات په پام کې لري چې پر ایران د لګول شویو بندیزونو د بستې جزیات نن په ډاګه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون خبریالانو ته وویل، پر ایران هغه بندیزونه به نافذ شي چې د ایران له اټمي موافقې د متحدایالاتو له وتلو وروسته په پام کې نیول شوي دي.

مایک پامپیو
مایک پامپیو

پامپیو دا څرګندونې پرون هغه مهال وکړې چې په سنګاپور کې په یوه نړیواله غونډه کې له ګډون وروسته واشنګټن ته ستنېده.

هغه د دې بندیزونو جزیات روښانه نه کړل، خو ویې ویل چې نن د اګست په شپږمه به د سپینې ماڼۍ له خوا اعلان شي، خو د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي چې د دې بندیزونو د یوې برخې په توګه ایران نور نشي کولای چې امریکايي ډالر وپیري.

دوی همداراز وايي چې د ایران د نامتو غالیو په ګډون، د دې هېواد پر صنعتي سکټور به هم پراخ بندیزونه ولګول شي.

ښاغلي پامپیو وویل، د نویو بندیزونو هدف دا دی چې د تهران پر پوځي فعالیتونو فشار زیات شي.

هغه زیاته کړه چې د ایران خلک د خپل رژیم د ناکامیو له کبله چې نشي کولای په اقتصادي برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي، ناراضه دي.

پامپیو وویل، دا بندیزونه یوازې ځکه لګول کېږي چې د ایران خلک له خپل حکومت څخه ناراضه دي او په دې برخه کې د ولسمشر ډونالد ټرمپ دریځ هم د ده په وینا، ډېر روښانه دی.

هغه زیاته کړه چې امریکا غواړي چې د ایران خلک د خپلو مشرانو په غوره کولو کې اساسي رول ولري.

د ایران اقتصاد په وروستیو څو میاشتو کې تر یوه حده د امریکا د بندیزونو له وېرې په چټکۍ سره خراب شو او په نتیجه کې یې د ایران په ډېرو ښارونو کې د حکومت ضد مظاهرې وشوې.

د ایراني ریال ارزښت پر دې هېواد د بهرنیو اسعارو د پلور او پېر په برخه کې د امریکا د پلان شویو محدودیتونو له وجې په خاص ډول راولوېد.

وروسته له دې چې ریال خپل تقریباً نیمايي ارزښت له لاسه ورکړ، د ایران دولتي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ وویل، حکومت به د ریال د سقوط د مخنیوي لپاره د اسعارو د تبادلې په مقرراتو کې اسانتیا راولي.

په همدې ورځ چارواکو د ایران د مرکزي بانک مرستیال او د اسعارو د تبادلې مسؤل احمد عراقچي توقیف کړ.

ایراني رسنیو پرون د څارنوالۍ د یوه ویاند له قوله راپور ورکړ چې وايي عراقچي له توقیف کېدو یوه ورځ مخکې د اقتصادي جرایمو په تور له دندې لېرې شوی و.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ له پیاړو قدرتونو سره په لاسلیک شوې موافقه کې ژمنه کړې وه چې له خپل اټمي پروګرام څخه به لاس اخلي او په بدل کې به یې پر دې هېواد لګېدلي بندیزونه فسخ کېږي، خو ولسمشر ټرمپ سږکال په مې میاشت کې له دې تړونه د امریکا وتل اعلان کړل، ځکه د ده په وینا، تهران پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG