د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د هند، افغانستان او ایران د نښلولو "چابهار بندر" تړون لاسلیک شو


د چابهار بندر یوه څنډه
د چابهار بندر یوه څنډه

د هند، افغانستان او ایران د نښلولو چابهار بندر تړون د هند پورټ ګلوبل لمېټډ یا "آی‌پي‌جي‌ایل" او د ایران د بندر او سمندري سازمان ترمنځ د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.

هند او ایران د دوشنبې په ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې د چابهار بندر د پراختیا او ګټې اخیستنې لس کلن تړون لاسلیک کړ چې د دغو دوو هېوادونو په خبره، دا تړون به په سیمه کې د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته زمینه برابره کړي.

د هند د کښتۍ چلونې وزیر سربندا سونوال له خپل ایراني سیال او د دغه هېواد د ښار جوړونې له وزیر مهرداد بذرپاش سره د دغه تړون د لاسلیکولو لپاره تهران ته تللی و.

د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چې دغه اوږد مهاله تړون د هند پورټ ګلوبل لمېټد او د ایران د بندر او سمندري سازمان ترمنځ د ۱۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.

دغه لس کلن تړون هند ته لاره برابروي چې د ایران په جنوب کې د سیستان او بلوچستان ایالت د چابهار بندر چې له پاکستان سره پولې ته نږدې دی، د ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا په ګډون له سیمې سره د سوداګرۍ لپاره یې وکاروي.

د رسمي خبرپاڼې له مخې، د دغه تړون موخه د سوداګرۍ او سیمه ییزو اړیکو پیاوړتیا په ځانګړې توګه د هند، ایران او افغانستان ترمنځ د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان سوداګر او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې غړي وايي چې دغه تړون کولای شي افغان سوداګرو ته د دغه بندر له لارې له هند او نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ زمینه برابره کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي مخلص احمد ازادي راډيو ته وویل: "که پاکستان افغان سوداګرو ته د ټرانزیټ لاره برابره کړي، موږ ویلای شو چې دا د سوداګرۍ لپاره نږدې او ارزانه لاره ده، خو په ټوله کې د چابهار بندر د هېواد د اقتصاد د ودې او ټرانزیټ لپاره یو مثبت ګام دی، ځکه افغانستان د هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ د نښلولو نقطه ده."

په ورته وخت کې افغان سوداګر امېد حیدري ازادي راډيو ته وویل چې دغه تړون افغان سوداګرو ته دا فرصت ورکوي چې له هند او نورو هېوادونو سره خپلې سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتې کړي.

حیدري وايي: "زموږ صادرات د پاکستان له لارې کېدل او هر کله به چې پاکستان لاره بنده کړه، زموږ بزګران او سوداګر به زیانمن شول. د چابهار بندر کولی شي چې زموږ سوداګریزه محموله په لنډ او چټک وخت کې ټاکلي هدف ته ورسوي او په اسیا او افغانستان کې د صادراتو او وارداتو ښه بازار ولرو."

دا تړون په داسې حال کې لاسلیک شو چې ایران لا هم د امریکا تر بندیزونو لاندې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل د دغه تړون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، هر هغه څوک چې له ایران سره د سوداګرۍ د معاملو فکر کوی، باید د بندیزونو له احتمالی ګواښونو خبر وي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټېل

یو شمېر افغان سوداګر هم وايي چې پر ایران د امریکا بندیزونو د افغانستان سوداګري هم اغېزمنه کړې او دوی د بانکي راکړې ورکړې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

خو هیله مند دي چې دغه بندیزونه به پر نوي تړون اغېز ونه لري.

د اقتصادي چارو پوه عبدالنصیر رښتیا ازادي راډيو ته وویل، هند هڅه کوي چې پر ایران له دغو بندیزونو سره سره د سوداګرۍ له پلوه له منځنۍ اسیا او افغانستان سره وصل شي.

رښتیا وايي: "بندیزونو مخکې د پانګونې بهیر سست کړی و او اوس هم افغان سوداګر د چابهار بندر له لارې د پیسو په لېږد کې له ستونزو سره مخ دي، خو هېوادونه د خپلو ملي ګټو په اړه فکر کوي، ایران تر بندیزونو لاندې دی، خو موږ ولیدل چې دوی دا بندیزونه څنګه له پامه غورځوي او هند هم د سیمې له مطرحو اقتصادي قدرتونو څخه دی."

دا لومړی ځل دی چې هند په داسې یوه هېواد کې چې د امریکا له بندیزونو سره مخامخ دی له دغه هېواده بهر د یوه بندر مدیریت په غاړه اخلي.

تر دې وړاندې له همدې بندره د افغانستان د سوداګريزو توکه یوه محموله هند ته رسېدلې وه، خو هغه مهال پر دې بندر پانګونه نه وه شوې.

خو د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر ټینګار کړی چې د دغه تړون له لاسلیک وروسته به دوی د هند د لا زیاتو پانګونو شاهدان وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG