د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

چابهار؛ د افغان سوداګرۍ او ټرانزیت د ودې تر "ټولو غوره لار"


د چابهار یوه څنډه - ارشیف
د چابهار یوه څنډه - ارشیف

له پاکستان سره په سوداګرۍ او ټرانزیت کې له ستونزو سره هممهاله، په وچه کې را ایسار افغانستان هڅه کوي چې د ایران له چابهار بندر خپل تجارت زیات کړي.

د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کې دغه بندر نړیوالو اوبو ته د افغانستان د رسېدو یوه نږدې لار ګڼل کېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه هیئت غړی خان جان الکوزی، په اوسنیو شرایطو کې چابهار بندر د افغانستان د سوداګرۍ لپاره مهم ګڼي او وایي:

" په اوسنیو شرایطو کې چابهار بندر د افغانستان د سوداګرۍ لپاره مهمه ده، ځکه موږ ته د پاکستان په کراچۍ کې ستونزې پیدا شوي. موږ لېوال یو د چابهار بندر له لارې خپل تجارت وکړو. د پیسو په انتقال او نورو مسایلو کې ځینې ستونزې شته."

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه هیئت غړی خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه هیئت غړی خان جان الکوزی

ښاغلی الکوزی وايي، نن سبا د چابهار بندر له لارې د مالونو انتقالات په منظم ډول نه کېږي، خو افغانستان ته زیات انتقالات د ایران له عباس بندر څخه کېږي.

له چابهار بندر د ګټې اخیستنې د زیاتولو پر سر د مذاکرو لپاره پرون د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د دوی د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ، ترانسپورټ او هوایي چلن وزارت، بهرنیو چارو وزارت او مالیې وزارت د استازو یو هیئت ایران ته لاړ.

افغانستان له کلونو په تجارت او ټرانزیت کې له بل ګاونډي پاکستان سره ستونزې لري، چې اسلام اباد وخت ناوخت په یوه او بله پلمه تورخم، چمن یا هم د انګور اډې لارې تړي چې دا کار افغان سوداګرو ته زیات مالي زیانونه اړوي.

افغان سوداګر نواب امیرزي پرون ازادۍ راډیو ته ویلي، که د چابهار له بندره د استفادې لپاره پراته خنډونه لیرې شي، دا د افغان سوداګرو لپاره ډېر ګټور بندر دی.

امیرزی زیاتوي:

" چابهار زموږ لپاره بدیله لار ده چې له ګوادر سره متصل پروت دی او ګوادر د چینایانو له خوا قرارداد شوی او کار ورباندې کوي. چابهار ورته نږدې پروت دی. دواړه بندرونه د بلوڅانو په خاوره کې دي. یو د پاکستان او بل د ایران بوڅان دي. چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته یوه لویه ساحه ورکړل شوې ده."

د چابهار بندر یوه بله څنډه
د چابهار بندر یوه بله څنډه

بل سوداګر انور افغان وايي د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ زیاتول، حتی د چین په ګټه هم دي:

" چابهار بندر د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیت لپاره مهم دی. د چین لپاره هم مهمه لار ده، چې چین به وکړای شي خپل مالونه، په لنډ وخت کې تر اروپا پورې ورسوي."

په همدې حال کې ایراني چارواکو ویلي چې په پام کې لري، له چابهار بندر څخه تر نیمروز پورې د وسپنې پټلۍ وغزوي چې دا پروژه به هم د افغان سوداګرو لپاره د مالونو په لېږد رالېږد کې چټکتیا راولي.

شا و خوا څلور میاشتې کېږي چې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو پر شرط د اعتراض لپاره د چمن او انګور اډې لارې د اعتصابونو له کبله تړلې دي چې دې کار هم له پاکستان سره پر سوداګرۍ او ټرانزیت اغېز کړی دی.

XS
SM
MD
LG