د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

هند افغانانو ته د ویزې ورکولو لړۍ پيل کړې؛ یو شمېر سوداګرو او محصلانو یې هرکلی وکړ


د هند بیرغ
د هند بیرغ

یو شمېر افغان سوداګرو او محصلانو د هند د دې اعلان هرکلی وکړ چې غواړي افغانانو ته ویزې ورکړي.

هند نژدې درې کاله پخوا، د ۲۰۲۱م د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته نه یوازې په کابل کې خپل سفارت بند کړ، بلکې افغانانو ته یې د انلاین ویزو ورکړه هم ودروله.

د هند د بهرنیو چارو وزارت تازه اعلان کړی چې افغانانو ته یې د ویزې ورکړه بیا پیل کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال په یوه خبري غونډه کې وویل چې هند افغان اتباعو ته د ویزو ورکول پیل کړي دي.

جیسوال له افغانستان سره د هند پر دوامداره اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل، هېواد یې د افغانستان له خلکو سره تاریخي اړیکې لري.

د افغانستان د جمهوري حکومت تر نسکورېدو وروسته هند په کابل کې خپل سفارت تړلی و، خو کابو دوه کاله وروسته یې په کابل کې خپل سفارت ته یو تخنیکي ټیم واستاوه.

د هند د سفارت له بندېدو او د ویزو د نه ورکول کېدو له کبله سلګونه افغان محصولان چې د ۲۰۲۱م په دوبي کې د رخصتۍ د تېرولو لپاره افغانستان ته تللي وو، په افغانستان کې بند پاتې شول او زده کړې یې نیمګړې پاتې شوې.

خو اوس چې هند اعلان کړی چې افغانانو ته ویزې ورکوي، یو شمېر محصلان پرې خوښي ښيي.

وحیدالله ستانکزی یو له دغو محصلانو څخه دی.

نوموړی وايي، په هندوستان کې د ماسترۍ د دورې محصل و او درې کاله یې د هند ویزې ته انتظار ایستلی دی.

ستانکزي وویل: "د ماسترۍ درسونه مې په اخري سمستر کې پاتې دي، که هند د ویزې د ورکولو پروسه بیا پیل کړې وي، موږ یې هرکلی کوو، دا یو مثبت ګام دی."

ویل کېږي چې د وحیدالله ستانکزي په شان لږترلږه د ۱۶ سوه محصلانو زده کړې په هند کې نیمګړې پاتې شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی هم وايي چې افغانانو ته د هند د ویزو ورکړه، ډېر اهمیت لري ځکه چې هند په سیمه کې د افغانستان یو مهم تجارتي شریک دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی

الکوزي وویل: "متاسفانه په وروستیو درو کلونو کې دوی ویزې بندې کړي او زموږ تجارت ورسره کمزوری شوی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو ورځو کې موږ ته وویل چې د هند ویزې به شروع شي، دا ښه کار دی موږ یې استقبالوو. له دې سره به زموږ سوداګري هم زیاته شي."

په مارچ میاشت کې د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له یوه چارواکي جې پي سېنګ سره په کابل کې د کتنې په مهال غوښتنه وکړه چې افغان اتباعو ته دې د هند د ویزو ورکړه د پخوا په شان بیا بیل شي.

متقي د هند ویزې د افغان محصلانو او سوداګرو لپاره مهمې وبللې.

د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې ډېر افغانان د درملنې لپاره هم هند ته تلل.

د هند د باندنیو چارو وزارت په خپله ویبپاڼه کې لیکلي چې د ویزې لپاره تقاضا په انلاین بڼه مني.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG