د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

بلوچ: په پاکستان کې لوېدیځو هېوادونو ته د تګ په موخه لږترلږه ۴۴زره افغانان منتظر دي


ارشیف: په پاکستان د امریکا د پي۲ کېس لرونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی د کېسونو د ژر بشپړېدو غوښتنه کوي.
ارشیف: په پاکستان د امریکا د پي۲ کېس لرونکو افغانانو د اعتراضیه غونډې انځور. دوی د کېسونو د ژر بشپړېدو غوښتنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په لسګونو زره هغه افغانان چې لوېدیځو هېوادونو یې کېسونه منلي، تراوسه په پاکستان کې ویزو ته منتظر دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ وویل چې لږترلږه ۴۴زره افغانان چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پاکستان ته راغلي او لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد کېسونه یې منل شوي، تراوسه په دې هېواد کې انتظار باسي.

اغلې بلوچ په اسلام آباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې یوازې ۲۵زره افغانان چې امریکا هغه هېواد ته د ورتلو اجازه ورکړې، تراوسه په پاکستان کې دي.

نوموړې زیاته کړه چې د اسټرالیا له خوا ۹زره، د کاناډا له خوا ۶زره، د جرمني له خوا ۳زره او د بریتانیا له خوا زر منل شوي افغانان دې هېوادونو ته د تلو په نیت په پاکستان کې انتظار باسي.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې آغلې بلوچ همدارنګه وویل چې له دغو هېوادونو یې غوښتي چې د دغو افغانانو دوسیې ژرترژره بشپړې او ویزې ورته صادرې کړې تر څو وکولای شي هر څومره ژر چې کېدای شي د خپل مقصد پر لور هېواد ته ولاړ شي.

زهرا بلوچ
زهرا بلوچ

د ۲۰۲۱م کال په اګسټ کې چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، ډېرو هېوادونو هلته خپل سفارتونه وتړل چې په نتیجه کې یې له خطر سره مخ ډېرو افغانانو پاکستان ته مخه کړه.

له هغې وروسته په اسلام آباد کې د دغو هېوادونو سفارتونو د دغو افغانانو پر دوسیو کار پیل کړی دی.

ډېری دا هغه افغانان دي چې په افغانستان کې په تېر جمهوري نظام کې د بهرنیو هېوادونو له حکومتونو یا ادارو سره کارکړی او له دې وېره لري چې طالبان ترې غچ وانخلي.

په پېښور کې یو افغان چې یوه لوېدیځ هېواد ته د تلو انتظار باسي او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي آزادي راډیو ته وویل چې پر دوسیې یې ډېره موده تېره شوې او دې ته اندېښمن دي چې له پاکستانه په زوره ونه ایستل شي.

هغه وویل: "تقریباً دوه نیم کاله کېږي چې راغلی یم، پي۲ P2 کېس لرم. ټولو نه موږ ډېر زیات په اندېښنه کې یو، داسې نه چې خدای مه کړه موږ له دې ځایه ونه باسي. که چېرې موږ له پاکستانه وه باسي نو موږ به له ډېرو مشکلاتو سره لاس ګرېوان شو. دلته هم زموږ کېسونه تقریباً په خلاصېدو دي."

په پاکستان کې مېشتې یوې بلې افغانې هم د خپل نوم نه ښودلو په شرط آزادي راډیو ته ورته اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وايي: "له دوه کاله راهیسې دلته په پاکستان کې ژوند کوم. بهر ته د تلو په تمه یمه چې کېس مې پروسس شي٬ خو دغه پروسه ډېره په سستۍ سره روانه ده. دلته زما په شمول کوم افغانان چې د خپلو کېسونو د پروسس لپاره پاکستان ته راغلي دي، له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. له دې ورهاخوا یو شمېر هېوادونو سره هغه کېسونه چې افغانان یې لري، هغه کېسونه رد شوي دي. موږ غواړو چې دغه پروسه لږ چټکه شي او پاکستان کې له موجودو ستونزو خلاص شو."

تېره اوونۍ د جرمني رسنیو راپور ورکړ چې جرمني د خپلو پخوانیو ژمنو خلاف د یو شمېر افغانانو د پناه غوښتنې رد کړي دي.

د جرمني بیرغ
د جرمني بیرغ

ویل شوي چې په دغو پناه غوښتونکو کې ډېری هغه کسان دي چې په پاکستان کې یې جرمني ته د تګ په هیله میاشتې او ان کلونه تېر کړي دي.

په پاکستان کې مېشتو یو شمېر افغانانو هم تېره اوونۍ آزادي راډیو ته تایید کړه چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ایمیلونو له لارې ورته ویلي چې کېسونه یې رد شوي دي.

یوه افغان چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم واخیستل شي٬ ازادي راډیو ته وویل چې لس میاشتې وړاندې له جرمني د تایید برښنالیک له ترلاسه کولو وروسته له خپلې کورنۍ سره په دې هیله پاکستان ته ولاړ چې یوه ورځ به دغه هېواد ته ولاړ شي، خو په خبره یې د دغه نوي ایميل په ترلاسه کولو سره یې دغه هیله مړاوې شوه.

ویل کېږي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا شپږ لکه افغانان پاکستان ته کډه شوي دي. هغه هېواد ته چې له مخکې د ملیونونو افغانانو کوربه دی.

یو شمېر افغانان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې وروستیو څرګندونو هم اندېښمن کړي چې ویلي یې دي د ملګرو ملتونو د کډوالو له لوی کمېشنر فیلیپو ګراندې سره په دې اړه چې غیرقاني کډوال به له پاکستانه نه ایستل کېږي، کومه موافقه نه ده شوې او دغه بهیر به د پخوا په څېر دوام ولري.

فیلیپو ګراندي څو ورځې مخکې په پېښور کې له افغان کډوالو سره د لیدنې پر مهال
فیلیپو ګراندي څو ورځې مخکې په پېښور کې له افغان کډوالو سره د لیدنې پر مهال

ګراندې، د پاکستان له درې ورځني سفر وروسته، د اسلام اباد له هغه پرېکړې چې ګواکې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ یې ځنډولې، هرکلی کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم دفتر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوازې هغه افغان کډوال چې د "پي او آر کارتونه لري، د کارتونو د اعتبار موده به یې د ۲۰۲۵م کال تر جون میاشتې تمدید شي.

XS
SM
MD
LG