د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر په پاکستان کې افغان کډوالو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی


د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي په پېښور کې له افغان کډوالو مېرمنو سره د لیدنې پر مهال
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي په پېښور کې له افغان کډوالو مېرمنو سره د لیدنې پر مهال

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي په پاکستان کې دی او هلته یې له یو شمېر افغان کډوالو سره لیدلي دي.

په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا ویلي چې له ګراندي سره یې د کډوالو د کارتونو د تمدید، نویو راغلیو کډوالو او تعلیم په برخه کې شته ستونزې مطرح کړې.

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" پاکستان څانګې ویاند قیصر اپریدي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي د ښځو په ګډون د افغان کډوالو له استازیو سره په لیدنه کې د هغوی اندېښنې اورېدلي او د ملګرو ملتونو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.

ګراندي چې په یوه درې ورځني سفر پاکستان ته تللی پرون د جولای په اوومه یې په پېښور کې د افغان کډوالو عالي شورا له غړو او یو شمېر افغان ښځینه کډوالو او فعالانو سره لیدلي دي.

کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي په پېښور کې له یوه افغان کډوال سره د روغبړ پر مهال
کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي په پېښور کې له یوه افغان کډوال سره د روغبړ پر مهال

د افغان کډوالو عالي شورا یوه غړي سیداغا چې له نورو افغانانو سره په ګډه یې له فیلیپو ګراندي سره لیدلي وویل: "زموږ د مهاجرو ستونزې یې ټولې واورېدې او د حل ژمنه یې وکړه او ویل یې چې زه به حکومت پاکستان سره کېنم او په دې مواردو به ورسره بحث کوم. د هغې له ډلې یو د کارتونو تمدید دی. کله دا تمدید دوه میاشتې، کله شپږ کله اته وي. نو زموږ غوښتنه وه چې کله دا کارتونه تمدیدېږي وخت په‌کې ډېر راکړي. د تعلیم په برخه او همدارنګه د نویو راغلو کډوالو په اړه مو هم خبرې وکړې."

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په پیل کې ټولو بې اسناده بهرنیانو ته، چې غوڅ اکثریت یې افغانان دي، د هغې میاشت تر پای پورې له هېواده د وتلو غږ وکړ او د نومبر له لومړۍ څخه یې د هغوی د جبري ستنولو بهیر پیل کړ چې لا هم روان دی.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې تر دې دمه ۶۴۰زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

ملګري ملتونه اندېښنه ښيي چې ګڼ زیانګالي افغانان چې نړیوال محافظت ته اړتیا لري افغانستان ته د استول کېدو له ګواښ سره مخ دي.

ملګرو ملتونو له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دغو افغانانو پر وړاندې له نرمښت کار واخلي.

د "یواین‌ایچ‌سي‌آر" د ارقامو له مخې، په پاکستان کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي.

د دې ادارې په وینا، شاوخوا ۱۴ لکه افغانان د کډوالۍ کارډونه (پروف اف رجسټرېشن یا پي‌او‌آر) کارډونه لري او ۱۳ لکه نور افغانان ثبت نه دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس لږ تر لږه اته نیم لکه نور افغان کډوال هم له پاکستانه د اخراج له خطر سره مخ دي.

ډېری دا هغه افغانان دي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، خو د راپورونو له مخې پاکستاني چارواکو ګڼ هغه کسان هم ایستلي چې کارتونه او د اوسېدو اسناد هم لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG