د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

له پاکستانه۸۵۰ زره نور افغان کډوال د ایستلو له خطر سره مخامخ دي


شاوخوا اته نیم لکه افغان کډوال د پاکستان له خوا د کډوالو د ایستلو د دویم پړاو په پیلېدو د اخراج له خطر سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري اندېښمنه ده چې ممکن زرګونه له خطر سره مخامخ افغان کډوال هم په دې ډله کې بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شي.

د پاکستان د حکومت له خوا د جون تر دېرشمې افغان کډوالو ته ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدلی.

د پاکستان حکومت د اپرېل په لومړیو کې ویلي وو چې د جون تر دېرشمې د پي او ار یا د ثبت شویو افغانانو او د اې سي سي یا افغان اتباعو کارت لرونکي کډوال په زور نه باسي. تر دې دمه دوی بیا تازه څه نه دي ویلي چې ایا دا موده بیا هم غځوي که څنګه؟ د پاکستان د حکومت د دریځ په اساس د کډوالو د ایستلو د دویم پړاو په پيلیدو شاوخوا اته نیم لکه افغان کډوال د اخراج له خطر سره مخ کېږي.

پاکستان که څه هم ژمنه کړې وه چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویم پړاو نه تر دوو میاشتو نه پیلوي خو د شمېرو په اساس تېره میاشت د وړمې میاشتې په پرتله ډېر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي.

شاوخوا ۲۲زره افغان کډوال یواځې په جون میاشت کې افغانستان ته ستانه کړای شوي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو کې تر دې دمه ۶۳۹زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي. په دې ډله کې نږدې ۱۵۰ زره کسان یواځې سږ کال اخراج شوي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر راهیسې د افغان کډوالو جبري اخراج پيل کړی دی او ویلي یې دي چې یو اعشاریه اوه میلیونه افغان ناقانونه کډوال باسي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د پاکستان څانګې مشرې فیلیپا کاندلر ویلي د پاکستان حکومت باید د افغان کډوالو په وړاندې له نرمښت کار واخلي ځکه هغوی له خپل هېواده را تښتېدلې او د خوندیتوب په لټه کې دي.

د یو ان اچ سي ار پاکستان په یوه اعلامیه کې د اغلې فیلیپا په حواله راغلي چې اړتیا ده د کډوالو د تنظیم لا منظمه تګلاره غوره او د دغو کډوالو سره خواخوږي وښودل شي چې له خپل هېواده تښتې ته مجبوره شوي.

هغې په اسلام اباد کې د افغان کډوالو په اړه د یوې غونډې په څنډه کې الجزیرې ټلویزیون ته په لنډو خبرو کې چې پرون خپرې شوي ویلي:

«لومړی کار چې باید وشي هغه د دغو افغان کډوالو د هویت کتل دي. ځکه ګڼ دا خلک نړیوال محافظت اړتیا لري. هغوی کډوال دي. هغوی په ترهګریزو فعالیتونو کې دخیل نه دي. هغوی یواځې هغه خلک دي چې له خپل هېواده تښتېدلي او محافظت ته اړتیا لري.»

د پاکستان حکومت په وروستیو کې هلته په ګڼو بریدونو کې افغان اتباع ښکېل بللي هغه ادعا چې د طالبانو حکومت په کلکه رد کړې. په دې سربېره د پاکستان حکومت ټینګار کړی چې له خپلې خاورې افغان کډوال باسي. پاکستان د کډوالو د خوندیتوب د نړیوال کنوانسیون غړی نه دی او نه په خپله داسې قوانین لري چې د کډوالو د حقونو خوندیتوب او تضمین وکړي.

XS
SM
MD
LG