د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

راپور: د جون په لومړۍ نیمايي کې له پاکستانه ۲۲۱۶۷ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي


ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال
ارشیف: له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال

د کډوالو نړیوال سازمان یا "آی‌اوایم" په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روان زېږدیز کال د جون میاشتې په لومړۍ نیمايي کې له پاکستانه ۲۲زره ۱۶۷ افغان کډوال افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

دغه راپور چې د جمعې په ورځ جون ۲۸مه خپور شوی، ښيي چې له دې شمېر ۱۸زره او ۳۶۷ کسان د تورخم له لارې، ۳زره او ۴۳۹ کسان د چمن او ۳۶۱ نور بیا د غلام خان له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې زیاته کړې چې ډېری دغو کډوالو د اوسېدو قانوني اسناد نه درلود او د ایستلو له وېرې، کورنۍ سره د بیا یوځای کېدو او نورو لاملونو له امله افغانستان ته راستانه شوي دي.

د "آی‌او‌ایم" په خبره، په یاده موده کې پاکستاني سرحدي چارواکو هم د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله ۴۰۴ افغان کډوال راایستلي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان وايي، د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې یې پاکستان سره په څلورو لارو کې ۱۴۱زره او ۸۹ بېرته راستانه شوي کډوال پېژندلي او ثبت کړي دي.

د دغه سازمان په خبره، دا شمېرې افغانستان ته د راستنېدونکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی ښيي.

ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې چې افغانستان ته د اوښتو لپاره په تورخم کې انتظار باسي.
ارشیف: له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو کډې چې افغانستان ته د اوښتو لپاره په تورخم کې انتظار باسي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په تېرو درېیو کلونو کې له اقتصادي کړکېچ، بېکارۍ، بې وزلۍ او د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو ویلي چې وروستیو سېلابونو هم مرستو ته د افغانانو اړتیاوې زیاتې کړي دي.

له پاکستان د بېرته راستانه شویو له ډلې حمید بیاني ازادي راډيو ته وویل چې وزګار دی او او له ګڼو ستونزو سره مخ دی.

هغه وايي: "موږ اوس د خپلې کورنۍ د خرڅې لپاره هېڅ پیسې نه لرو، فعلاً د خپلوانو کور کې اوسېږو، یوه خونه ده، په دې کې نیمایي خپل وسایل ځای پر ځای کړي او نیمه نور کې یې موږ ژوند کوو، ان ورځنۍ خرڅ هم نه لرو."

فیض‌الله هم چې په دې وروستیو کې له پاکستانه افغانستان راستون شوی، ازادي راډیو ته یې وویل: "تر اوسه مې کار نه دی موندلی، کار او دنده نه‌شته، کله کله ورځنۍ مزدوري پیدا کېږي او کله هم نه، خو کوم ځانګړی کار نه‌شته چې ویې کړو."

په ورته وخت کې په اسیا کې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو مشر اندریس پاپاکونستانتینیو د جمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه له یو شمېر هغو کډوالو سره چې له پاکستانه په زوره ایستل شوي، د لیدنې پر مهال د دغه بهیر د درولو غوښتنه کړې ده.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راسنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې چې هره ورځ یې پر خپله ایکسپاڼه خپروي، له ایران او پاکستانه په داوطلبانه توګه د افغان کډوالو د راستنېدو او ایستلو لړۍ لا هم روانه ده.

د دغه وزارت د وروستیو شمېرو له مخې یوازې د سرطان میاشتې په ۷مه او ۸مه نېټه یو زر او ۳۲۲ افغان کډوال له پاکستانه په زوره راایستل شوي دي.

دغه وزارت دغه شان ویلي چې د جمعې په ورځ ۹۶۴ نور افغان کډوال له ایرانه په خپله خوښه او جبري توګه ته ستانه شوي دي.

"آی‌او‌ایم" له دې مخکې د ۲۰۲۳م کال له جنورۍ نه د ۲۰۲۴م کال تر اپرېل پورې له ایران او پاکستانه په جبري او داوطلبانه توګه د راستانه شویو افغان کډوالو شمېر له ۱.۵ میلیونو څخه زیات اعلان کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG